نظافت او پاکوالی

لیکنه : نظافت او پاکوالی

دټولنیز ژوند له اخلاقو څخه یو هم دنظافت او پاکوالې خصلت اوخوی دی، چې دزړه له پاکوالی څخه شروع کیږي اودبدن ،جامو، کور او چاپیریال پوری ساحه تشکیلوی.

پاک اونظیف کس دالله خوښیږي او په قران کریم کې د نظافت په اړه فرمایلي دي 《(إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ المُتَطَهِّرِينَ) [البقره:۲۲۲]

ژباړه: الله جل جلاله توبه ایستونکي خوښوي او د پاکوالي او نظافت ساتونکي خوښوي.

نظافت اوپاکوالی ته په اسلام کې یو ستر اهیمت حاصل دی اوزمونږ خوږ پیغمبر صل الله علیه وسلم دنظافت په اړه فرمایې《اَلنِظَا فةُ تَدعُوْا اِلی الاِ يمانِ الا يِمَانُ مع صَاحِبِهِ فِی الْجنةِ.

ژباړه : نظافت ايمان ته بلنه ورکوي او ايمان به له خپل ملګری سره په جنت کې وي .

تاسي فکر وکړئ په اسلام کې تر داخلېدو وروسته لمړی فريضه لمونځ دی ، د يو مسلمان لمونځ تر هغه نه قبلېږي چې بدن ، کالي او د لمانځه ځای يې پاک نه وي ، صرف د دغي خبري څخه په اسلام کې د نظافت اهميت څرګندېدای شي.

دنظافت په مراعتولو سره به دیني، دنیوي، روغتیایې، سیاسي، اقتصادي، د دنیا او آخرت دنیکمرغیو خاوندان جوړ سو.

که مونږ هر وخت دوس او توان په مطابق تل غسل وکړو پاکي جامې، خوشبویه عطر ولګوو لومړي کټه به دا وکړو چې له هغو امرضو څخه به مو وقایه کارولي وي چې له ناپاکیوو سرچینه اخلی، دویمه ګټه به مو دا کړي وي چې دینی اواسلامی وجیبه به مو په ځاي کړي وی.

دریمه ګټه به یې دا وی چې په کوراوټولنه کې به دعزت خاوند جوړشو، ځکه هغه څوک چې پاک اونظیف هوسیږي په هر مجلس کې هیڅوک کرکه اونفرت ورڅخه نه کوي.

دنظافت لا نوری ډېری کټي شته چې ځانته به یې په یوه لیکنه کې نشر کړم دخپل وس اوتوان سره.

روژه مبارکه چې داسلام له رکنونو یو ښایسته رکن ده اوکولا شو چې په هر بد

عمل لاس برې شو او دتل لپاره یې پریږدو، نو هر مسلمان ته په کار ده چې همدغه بد او کرکه زیږونکي خصلت نورباید دتل لپاره له ځانه ليرې کړو اوځان ورڅخه خلاص کړو.

بۍ نظافته ځوان هیڅ مسولیتمند نشي جوړیدلاي ،او ټول کارونه یې سرټمبه روان وی، په تعصب سره به ووایم چې زمونږ ډېر ځوانان کله چې ورسره غژیږي نه به شي کولی چې نږدې یې خبره درک کړي، ځکه چې دخولي له ناپاکي بدبويې څخه یې څنګ کې نشي کینستلای ،دا بد عمل ته ځوانانو دتل لپاره جداً او جداً متوجه هوسیږئ!اودنظیف پاک سپیڅلي اسلام تر نامه لاندی پاک اونظیف ځوانان جوړشئ.!

په درناوی.