نن؛ ستاسو هغه سبا دی چې پرون ورته په تمه وی

لیکنه: حمیدالله حمیدي

همدا اوس مو په زړه کې همېشنۍ مینې ته ځای ورکړئ او له خپلو ټولو ښېګڼو کار واخلئ، څو همدا نن خوښ و اوسی او نن مو د ژوند تر ټولو ښه ورځ حساب شي.

همدا اوس چې تاسو په کې ژوند کوی، دا داسې یوه شېبه ده چې تل پاتې ده او هېڅکله به مو هم له یاده ونه وځي.

اجازه مه ورکوئ چې کومه ستونزه او تشویش مو وخت در ضایع کړي؛ ځکه همدا نن ستاسو هغه سبا دی چې پرون ورته په تمه وی. کرونین وایي: “تشویش هېڅکله د سبا غم او ستونزه له منځه نه وړي، بلکې له نن څخه دې هم وروسته پاتې کوي”. په ژوند کې هغه شېبې چې ستاسو پر راتلونکې اغېز کوي، همدا نن دی. په هېڅ قېمت سره دغه وخت له لاسه مه ورکوئ، څومره توان چې لری، له همدې نن څخه ګټه پورته کړئ او له ژونده پوره پوره خوند واخلئ.

دغه مطلب هره ورځ ولولئ او دا هم مه هېروئ چې د نړۍ لویه برخه ستا په ذهن کې ده، که مو دا خبره درک کړه، پوه شی چې نړۍ به تر پښو لاندې کړی او هېڅ خنډ به ستاسو مخه ډپ نه کړي.