ننګرهار ته نوی امنیه قوماندان معرفي شو

مل پاسوال عبدالرقيب مبارز د ننګرهار د نوي امنيه قوماندان په توګه معرفي او دنده یې پيل کړه.

مبارز له دې وړاندې د بلخ امنیه قومندان په صفت دنده مخ ته وړله چې د ځای چارواکو له مخالفت سره هم مخ شوی و.