چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ننګرهار والي: د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بيا رغونې چارې به ډېر ژر پيل کړي

ننګرهار والي وايي، ډېر ژر به د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بيا رغونې او فخر افغان خان عبدالغفار خان مزار جوړولو چارې پيل کړې.

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل نن ددې ولايت په اداري مجلس غونډه کې وويل، چې ډېر ژر به د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بيا رغونې او فخر افغان خان عبدالغفار خان مزار د جوړولو چارې پیل کړې.

ياد اداري مجلس، چې ولايت مقام کې تر سره شو پر مهال يې د ولايت مرستيالانو، ولايتي شورا غړي، د ادارو مسئولينو او يو شمېر نورو شتون درلود.

نوموړي زياته کړه ۲۷ د کب د خبريالانو ورځ ده او د همدې ورځې په مناسبت يې د پريس کلپ لپاره ټول امکانات موندلي او د ځای په نښه کولو وروسته به په دې ولايت کې د محمد موسی شفيق په نوم د پريس کلب جوړولو چارې پيل کړي.