چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ننګرهار والي وايي ،دهغوامنیتي مسولینودندې یې ځنډولې چې انعکاس تلویزیون درئیس دتښتونې پرمهال په د نده کې پاتې راغلي

ننګرهار والي وايي د هغو امنیتي مسوولینو دندې یې وځنډولې چې د انعکاس د انعکاس راډیو تلویزیون د رئیس انجینر زلمي لظیفي د تښتونې پر مهال په دنده کې پاتې راغلي وو.

ننګرهار والي چې چهارشنبه د انعکاس راډیو تلوېزیون د بنسټګر انجینر زلمي لطیفي ورور انجینر محمد همایون لطیفي ته د خواخوږۍ لپاره کور ته ورغلی وو ،د انعکاس راډیو تلوېزیون د رئیس او بنسټګر انجینر زلمي لطیفي په تښتول کېدو یې خواشیني وښوده او ویې ویل چې ولایتي اداره به یې په ټول توان سره د نوموړي په راخوشې کولو کې هڅې وکړي.

والي وویل: د نظامي شورا د چهارشنبې ورځې د غونډې د پرېکړې له مخې یې د هغو پولیسو دندې وځنډولې او تر څېړنو لاندې یې ونیول،چې د مسؤلیت په ساحه کې یې یاده پېښه رامنځته شوې ده.

د انعکاس راډیو تلوېزیون بنسټګر او رئیس انجینر زلمی لطیفي يوه اونۍ وړاندې د نامعلومه وسله والو له خوا د جلال اباد ښار مستوفیت چوک نه اختطاف او موټر چلوونکی يې شهيد کړی شو.