پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو پنځه وسله وال نیولي

د ننګرهار ملي امنیت ریاست څخه انعکاس ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سره رود ولسوالۍ اړوند چهار باغ او د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې په نارنج باغ سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونوعملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې ۵ تنه نیول شوي دي

خبر پاڼه لیکي، چې په نیول شوو کسانو کې دوه تنه وسله وال طالبان او درې نور د وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور ژوندي نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال زیاد شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي

په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته  کوم زیان نه دی اوښتی .