ننګرهار کې داساسي قانون د پلي کیدا څخه دملاتړ غونډه ترسره شوه.

قانون دیوه هیواد ملي وثیقه ، حقدار ته د حق سپارلو اودیو نظام دحاکمیت ملي اساس بلل کیږي ،د اطلاعاتو فرهنګ دریاست په تالار کې د اساسي قانون له پلي کیدا څخه دملاتړ غونډه ترسره شوه چې موخه یې داساسي قانون د دیارلسمې کلیزې لمانځل او خلکو ته دقانون په اړه دعامه پوهاوي ورکول و.

دننګرهار داطلاعاتو فرهنګ رییس اورنګ صمیم وایې ،هره اداره که هغه دولتي وي او که غیردولتي پدې مکلفه ده،چې لومړی په ځان او بیا په نورو قانون پلي کړي، صمیم زیاتوي هرڅوک چې په یوه ټولنه کې اوسیږې لازمي ده چې دهغې ټولنې قوانین په ځان عملي کړي.

په ورته وخت کې دختیځې سیمې دبشري حقونو او مدني ټولنو کوردیناتور داکترنعمت الله  همدرد وایي  قانون دیوې ټولنې عامه نظم تنظیموي اوهره ټولنه چې په هغه  کې قانون په پوره پیمانه پلي شي پرمختګونه او خوښي هم دهغې ټولنې سره مل وي.

دافغانستان اساسي قانون داسلامي قانون په رڼا کې په ۱۳۸۲ هـ ل کال کې دلویې جرګې له خوا چې دولس فصله او ۱۶۲ مادې لري توشیح شو.اوپه هیواد کې هره اداره په دې مکلفه ده چې ددې قانون په رڼاکې خپله  اداره تنظیم کړي.

خبریال:فقیرمحمد فقیرزی