پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ننګرهار کې دبې پیلوټه په هوایي بریدکې اووه داعش او طالب وسله وال ووژل شول

د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې او حصارک ولسواليو کې د هوايي او مخامخ برید په ترڅ کې اووه داعش او طالب وسله وال ووژل شول.

د  ننګرهار د والي د ویاند عطاالله خوګیاڼي د معلوماتو له مخې د هسکې مېنې ولسوالۍ نرۍ اوبو سيمه کې تېره ورځ د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد په ترڅ کې په يوې کرولا ډوله موټر کې ناست پنځه داعش وسله وال ووژل شول.

د نوموړي په خبره په دغه بريد کې د داعش وسله والو کرولا ډوله موټر او يو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.

خوګیاڼي زیاتوي دغه راز په ورته وخت کې د دې ولايت حصارک ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ جګړه شوې، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د يو خبر له مخې د کامې ولسوالۍ په نو اباد سيمه کې تيره ورځ پولیسو يو ماين مخکې له چاودنې کشف او لمنځه وړی.

طالب او داعش وسله والو تراوسه په دې اړه  څه نه دي ويلي