ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دروازه وتړل شوه

د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني غړي او راتلونکې ولسي جرګې ته نوماند جاوېد زمان سلګونه پلويانو د ټاکنو کمېسيون مخې ته د خېمې په درولو سره د دغه کمېسيون دروازه د اعتراض په ډول وتړله.

دوی وايي، سليقوي برخورد ور سره شوی، د نامالومه دلایلو له مخې يې نوماند جاوېد زمان د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي لېسته لرې شوی او پر وينا يې چې تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ور کړي، چې د ټاکنیزو شکايتونو کمېسيون په دې اړه بشپړ وضاحت ور کړي.