ننګرهار کې د ځانمرګو بريد ګرو اووه کسيزه ډله نيول شوې ده

چارواکي وايي، د ملي امنیت ادارې تېره شپه د جلال اباد ښار اړوند قصبې سيمه کې په يوه کور کې د داعش ډلې اړوند هغه اووه کسيزه ډله نيولې، چې غوښتل يې له يو شپاړلس کلن تنکي ځوان څخه په ګټه اخیستنې د خپلواکۍ د بيرته اخیستو په ورځ ځانمرګی بريد تر سره کړي.

دغه ډله د يو ځانمرګي واسکټ او يو شمېر چاودېدونکو توکو سره يو ځای نيول شوې او په دې يې اعتراف کړی چې، په جلال اباد ښار کې يې د بريد پلان درلود.

نیوز