پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ننګرهار کې د کلیوالي صنعت د پیاوړتیا لپاره ۱۳۵میلیونه افغانۍ ورکول کېږي

ننګرهار کې د کلیوالي صنعت د پیاوړتیا لپاره ۱۳۵میلیونه افغانۍ ورکول کېږي.

ننګرهار دکلیواو پراختیا رییس مجیب الرحمن ضیا وایي، د کلیوالي صنعت د پیاوړتیا دغه برنامه به د ننګرهار په شپږو ولسوالیو دره نور، کوز کونړ، روداتو، کامې ، بهسود او سره رود ولسوالیو کې د هغه کورنیو لپاره چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي ورکول کېږي.

ننګرهار دکلیواو پراختیا رییس مجیب الرحمن ضیا (د دې برنامې په اساس به مونږ په ننګرهار کی ۲۱۰ اتحادیې ولرو چې ۱۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته به ورکول کیږي چې ۸۰ سلنه ګډونوال یی ښځینه او ۲۰ سلنه یی نارینه دي)

د کلیوالي اقتصاد دپیاوړتیا ملي پروګرام  مطبوعاتي مسئول عبدالوافي نایبزی وایي، ددې ډول پروګرامونو موخه یې په کلیوالو سیمو کې دښځېنو لاسې کارونو او دهغوي دکاروبار دپیاوړتیا لپاره کار کول دي.

په همدې حال کې په ننګرهار کې دکلیوالي صنعت دپیاوړتیا  پروګرام ګډونوال وایي، دداسي پروګرامونو په جوړولو سره ډېری هغه کورنیو سره چې بیوزله او اقتصادي کچه یې ټیټه وې په اقتصادي پياوړتیا کې پوره همکاري کولای شي.

د غونډې ګډونوال( هم له دې پروګرامه خوښ دي او وایې،په دې سره به د فقر په کچه کی کموالی راشی او ښځې به وکولی شي په خپل کور کی به کار وکړي)

دیادوني وړ ده چې له دې وړاندې هم دننګرهار په ځېنو ولسوالیو کې دکلیوالي اقتصاد دپياوړتیا پروګرامونه په لاره اچول شوې وه چې ورسره دډېرو بې وزله کورنیو اقتصادي وضعیت ښه شوي وه چې دخلکو په غوښتنه داپروګرام دبیاځلی لپاره دننګرهار په شپږو ولسوالیو کې پلې کېږي.