ننګرهار کې د کډوالو د ستونزو دهواري په موخه یو مرکز جوړ شو

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان له لوري په تورخم کې د ناراجستر شوو را ستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل په موخه د يو نيم ميليون ډالرو په لګښت يو مرسته کوونکی مرکز جوړ شو.
په دغه مرکز کې به ناراجستر کډوالو سره د لومړنيو غير خوراکي مرستو ترڅنګ د خوړو او روغتيايي سامان الاتو مرسته هم کيږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان د عمومي مشر مرستيالې لورا ټامسن د ياد مرکز په اړه وويل، دا مرکز د راستنېدونکو کډوالو لپاره ځکه مهم دی چې هغوی ټول لومړنيو مرستو ته اړتيا لري. هغې زياته کړه، دا مرکز به وکولی شي، هغو کورنيو ته هم د مرستې زمينه برابره کړي چې په پاکستان کې راجستر شوي نه دي او اوس بېرته افغانستان ته راځي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي وویل، هره ورځ له دوو سوو نه تر څلور سوو کورنۍ بېرته هېواد ته راستنېږي چې نيمايي يې نا راجستر کډوال دي او له ټولو سره همدلته مرستې ترسره کيږي. هغه وايي، راجستر کډوالو لپاره جلال اباد ښار سره نږدې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په ثمرخېلو سيمه کې مرکز جوړ شوی چې هلته ورته مرستې وېشل کيږي.