پنجشنبه , 18 اپریل 2024

ننګرهار کې د یو قوماندان په ګډون ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

تېره شپه د ننګرهار ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند په نکړ خېلو سیمه ځانګړي عملیات ترسره کړي چې  په ترڅ کې د یو قوماندان  په ګډون ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د دې ډلې یو مرکز هم له منځه وړل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست څخه انعکاس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې د یو قوماندان په ګډون ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ژوندي نیول شوي دي، د دې ډلې یو مرکز چې سپکې او درنې وسلې هم پکې وي له منځه وړل شوي دي.

د یادو عملیاتو پرمهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.