سه شنبه , 23 اپریل 2024

ننګرهار کې له روغتون څخه يو نوی زيږيدلی ماشوم چې يوې مېرمنې له لوري تښتولی شوی و، پولیسو له لوري نیول شوې

د ننګرهار ولايت رسنیو دفتر وايي، دخوږياڼو ولسوالۍ له روغتون څخه يو نوی زيږيدلی ماشوم چې يوې مېرمنې له لوري تښتولی شوی و، پولیسو له لوري د تښتونکې له منګولو خلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د معلوماتو له مخې هغه مېرمن چې ماشوم يې تښتولی و اصلي د پچير اګام ولسوالۍ اوسيدونکې ده، چې اوسمهال د خيبر پښتونخوا په چارصدې سيمه کې ژوند کوي، له نوموړې څخه څېړنې روانې دي.