ننګرهار کې نن د رمضان کپ فوټسال سیالیو پای لوبه ترسره کېږي

د ننګرهار د بدني روزنې امر خوشحال حضرتي انعکاس ته وویل، چې د رمضام کپ فوټسال سیالیو کې نن یکشنبه د ختیځ او ننګرهار کلپ لوبډلو ترمنځ پای لوبه ترسره کېږي.

د نوموړي په خبره دغه لوبه به د مازیګر په څلور بجو د سراج العمارت باغ په فوټسال لوبغالي کې پېل شي.

په دغو سیالیو کې ۶ لوبډلو ګډون کړی وو.

خبریال: نصرت الله عمرزی