چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ننګرهار کې په تېرو دوو میاشتو کې د پام وړ لاسته راوړنې شوي

چارواکې وایي، په تېرو دوو میاشتو کې په ننګرهار کې په مختلفو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودل.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د خپل ماموریت په موده کې په جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د ښاري نظم رامنځته کول، په امنیتي برخه کې ځینې ولسوالۍ د مخالفینو له شتونه پاکول، په دې ولایت کې د یو شمېر پروژو پلې کول، هغه لاسته راوړنې دي، چې د ننګرهار والي د خپل ماموریت په موده کې په دې ولایت کې ترسره کړي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکې وایي، په تېرو دوو میاشتو کې په دې ولایت کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د خپل ماموریت په موده کې یې په جلال اباد ښار کې د ښاري نظم ترڅنګ یې په امنیتي برخه هم د پام وړلاسته راوړنې کړي دي، د نوموړي په خبره قانون سور چراغ دی او هېڅوک ترې زیات نه دی، د هغه په وینا په خپله کاري موده کې ۷ تنه کسان د اختطاف چیانو له منګلو ازاد کړي ۷۴ زره کیلو ګرامه نشه یې توکې ۱۱ زره ټنه چاوديدونکي توکي، ۷۷۵ مختلف ډوله وسلې او ۱۳ هغه مرکزونه چې وسله والو پکې فعالیتونه کول نیولي دي.

د ننګرهار والي همدا راز هغه پروژې چې د ۲۸مېلیارده ۳۷ مېلیونه افغانیو په اندازه چې کارونه یې په ټپه دريدلي وه، بېرته یې کارونه پيل شوې دي، په دغه پروژو کې د ۵۴۷ مېلیونه افغانیو په لګښت پروژې بشپړي شوي دي او پاتې نورې تر کار لاندې دي چې په نږدي راتلوونکي کې به بشپړي شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د ملي امنیت رئیس نظرعلي واحدي وایي، په تېرو څومیاشتو کې یې په امنیتي برخه کې لوی او وړي لاسته راوړنې کړي دي د واحدي په خبره په روان کال کې یې د لعلپورې ولسوالۍ وروسته د شېرزادو لسوالۍ کې هم د امنیت د ټینګښت په موخه تصفیوي عملیات پیل کړي دي د نوموړي د معلوماتو له مخې په پاکو شویو سیمو کې به سیمه ییزه اردو ځای پرځای کړي.

د ننګرهار والي دا کنفرانس په داسې حال کې ورکوي، چې په دې وروستیو کې پر نوموړي نیوکې وي چې د جلال اباد ښار ترڅنګ په ځینو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت تر پخوا ترینګلی شوی دی، چې دې وضعیت د یو شمېر خلکو اندېښنې راپورته کړي وي.