سه شنبه , 16 اپریل 2024

هوايي برید ننګرهار کې د داعش دوه پاکستاني غړي وژلي

چارواکي وايي، د پچیراګام  په ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د داعش د وسله والې ډلې دوه پاکستاني غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د جیټ الوتکې دا برید پرون سې شنبه غرمه مهال په تنګي سیمه کې شوی.

د داعش د وژل شویو غړو په اړه همدومره ویل شوي چې پاکستاني اتباع دي، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.