ننګرهار کې ۱۴ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته .

ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او هسکې مینې ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پیل شوو سیلاب څلور، نهم نمبر عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي،همدا راز ۸ حلقې بېلابېل ماینونه د امنیتي منسوبینو له لورې کشف او لمنځه وړل شوي او د دې عملیاتو پر مهال د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو پېره خیلو سیمې اړوند اته کلي هم د داعش له شتون څخه پاک دي .

همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ په لنګرۍ کنډو سیمه کې هم د هوایي برید په ترڅ کې دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.