پنجشنبه , 25 اپریل 2024

ننګرهار ګمرک د هېواد په کچه دعوایدو په لوړاوي کې لومړی مقام خپل کړ

ننګرهار ګمرک د نورو ګڼو لاسته راوړنو تر څنګ دا لومړی ځل دی، چې د روان ۱۳۹۸ کال په لومړیو دوو وري او غويي میاشتو کې خورا  لوړ عواید تر لاسه کړل او په دي توګه د هېواد په کچه يې لومړی مقام خپل کړ.

د ننګرهار ګمرک رئيس محمد عمر مومند وایي دا لومړی ځل دی چې د هېواد ګمرکونو په کچه د ننګرهار ګمرک له ګڼو ننګونو او ستونزو سره – سره په دې وتوانيد، چې د وري میاشت کې یو ميلیارد، پنځه سوه نهه پنځوس میليونه او د غويي مياشت کې یو ميلیارد، شپږ سوه څوارلس میليونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي.