نن سبا ډېر خلک د ځیګر د غوړو پر ناروغۍ اخته دي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نن سبا ډېر خلک د ځیګر د غوړو پر ناروغۍ اخته دي. د دې ناروغۍ نښې دا دي چې ناروغ د ستړیا احساس کوي، وزن یې ورځ تر بلې کمېږي او جسمي ځواک له لاسه ورکوي. له بده مرغه پر دې ناروغۍ ډېری د لوړ عمر کسان اخته کېږي.

دا چې څه ډول کولی شو له دې ناروغۍ ځان وژغورو، په دې لیکنه کې مو ورته اشاره کړې ده:

۱- له لیمو ګټه واخلئ: هر سهار په اوبو کې لیمو واچوئ او ویې څښئ، تروش لیمو د ځیګر د غوړو لپاره ګټور دي او روغتیا مو تضمینوي.

۲- په پخلي کې مو هرو مرو له زنجبیل څخه ګټه واخلئ: هغه کورنۍ چې په خپل پخلي کې په ورځني ډول له زنجبیل څخه ګټه اخلي، د ځیګر له ناروغۍ په امن کې دي.

۳- شین چای وڅښئ: د شین چای څښل په ځیګر کې د غوړو د غوټه کېدو مخه نیسي او په ټوله کې د دې ناروغۍ درملنه کوي. د چین خلک په دې اند دي چې شین چای د ځیګر د سرطان مخه هم نیسي.

۴- له سویا څخه ګټه واخلئ: روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره د سویا سپارښتنه کوي چې د ځیګر پر ناروغۍ اخته وي. نباتي پروتین د حیواني پروتینو په پرتله ګټور دي او ځیګر د ناروغۍ لپاره ښه نسخه کېدای شي.