چهارشنبه , 24 اپریل 2024

نومځری یا ضمیر

لیکنه : شکېب مایار

نومځرى يا ضميرد نوم ځايناستى وي او د نوم د تکرار مخه نيسي، ځکه تکرار په کلام کې بې خوندي پيدا کوي. په پښتو کې نومځري، شخصي، ګډ (اشتراکي)، ملکي، مبهم او اشاري دي.

نومځرى يا ضميرد نوم ځايناستى وي او د نوم د تکرار مخه نيسي، ځکه تکرار په کلام کې بې خوندي پيدا کوي.

په پښتو کې نومځري، شخصي، ګډ (اشتراکي)، ملکي، مبهم او اشاري دي.

ليکوال چې ځير نه وي، يا ناآشنا وي، کېداى شي، د ضميرونو په ارزښت او ځاى پوه نه شي او د يو بل پرځاى يې وکاروي، د کمزورو ضميرونو ځاى غښتليو او د اشتراکي ضمير ځاى اشاري ضمير ته ورکړي.

شخصي او ملکي ضميرونه دواړه په دوو ډلګيو ويشل کېږي چې غښتلي او کمزوري ورته وايي.

په غښتليو شخصي ضميرونه کې، زه(اوښتې بڼه ما)، موږ، ته(اوښتې بڼه تا)، تاسې(تاسو)، دى(اوښتې بڼه: ده)، دا(اوښتې بڼه: دې) او دوى راځي او په غښتليو ملکي ضميرونو کې، زما، زموږ، ستا، ستاسې يا ستاسو، د ده، د دې او د دوى او په کمزورو شخصي او ملکي دواړو ضميرونو کې، مې، مو، دې او يې راځي.

کمزوري شخصي(مې، دې، يې او مو) ضميرونه په روانه زمانه يا اوسمهال کې د مفعول ځايناستي او په تېر مهال کې د فاعل ځايناستى وي. لاندې بېلګې وګورئ:

– محصل قلم ډکوى.

-محصل يې ډکوي.

((قلم)) مفعول دى؛ نو په دويمه بېلګه کې يې ((يې)) ځاى ډک کړى؛ خو د ((محصل)) ځاى- چې فاعل دى- کمزورى شخصي ضمير(مې) نه شي نيولاى. په تېرمهال کې:

-محصل قلم ډک کړ.

-قلم يې ډک کړ.

د محصل ځاى- چې فاعل دى- کمزوري شخصي ضمير(يې) نيولى؛ خو د قلم پرځاى نه شي راتلاى.

همدا(مې، مو، دې او يې) ضميرونه د کمزورو ملکي ضميرونو په توګه هم کارېږي؛ خو د کمزورو شخصي ضميرونو پرخلاف په کې د مهال توپير نه راځي او په فاعليت او مفعوليت نه ويشل کېږي. يوازې ملکيت ښيي:

-قلم مې ډکوم.

-قلم مې ډک کړ.

غښتلي ضميرونه فشار اخلي؛ خو کمزوري ضميرونه فشار نه مني. د جملې پر هر ټوک چې فشار راشي، هغه تر نورو مهم وي؛ نو که پر ضمير فشار راشي، ضمير زيات موخن او ارزښتناک دى. په دې حالت کې پښتانه غښتلي ضميرونه کاروي؛ خو پر ضمير چې فشار نه وي، کمزوري ضميرونه کاروي. پښتانه ليکوال دې توپير ته ډېر نه ګوري. تل د کمزورو ضميرونو حق غښتليو ته ورکوي:

-ما کار وکړ.

دلته پر(ما) فشار دى. يانې بل چا نه ما کار وکړ؛ خو په لاندې بېلګه کې چې پر (ضمير) فشار نشته ؛ نو کمزورى شخصي ضمير کارېدلى دى.

-کار مې وکړ.

همداسې په اوسمهال کې وګورئ:

-زه تا ګورم.

پر (تا) فشار دى؛ خو په لاندې بېلګه کې چې پر دغه ضمير فشار نشته؛ نو د مخاطب کمزورى ضمير(دې) کارېدلى:

-زه دې ګورم.

دا بېلګه هم وګورئ: زه هېواد جوړوم/ زه يې جوړوم.

د غښتليو او کمزورو ملکي نومځرو ترمنځ هم دا توپير شته دى:

-زما کور سوځي.

-زما کور سوځي.

پلوي نومځري(را، در، ور) هم دا توپير پېښوي چې که پر ضمير فشار نه وي، پکار ده چې له اوستربل سره (را، در، ور) وکارېږي. د کومې مخابراتي شبکې اعلان دى چې سمه بڼه يې داسې ده:

– په هر ځاى کې له تاسو سره دى.

– هر ځاى درسره دى.

د کمزوري ملکي او ګډ(اشتراکي) ضمير ترمنځ هم توپىر شته دى چې که فشار و، اشتراکي او چې نه وي، کمزورى ملکي ضمير کارېږي:

-خپل کار دې کوه.

کار دې کوه.

په لومړۍ بېلګه کې پر (خپل) فشار دى او په دويمه بېلګه کې پر (کار) فشار دى چې د پاسنۍ او لاندنۍ جملې ترمنځ يې مانيز توپير راوستى.

د ضميرونو ترمنځ دې توپير ته ځيرمن ليکوال ځير وي، ځکه چې اختلاط يې مانيز زيان لري او ليک مصنوعي کوي. په داستاني ادب کې- چې طبيعي ژبه حتمي ده- دې توپير ته کتل پکار دي.

د کمزورو او غښتليو ضميرونو کارونه پر همدې فشار ولاړه ده چې توپير يې ډېر سخت کار نه دى.

بل د کمزورو ضميرونو د ځاى(موقعیت) خبره ده چې ځينې ليکوال ورسره ستونزه لري.

کمزوري ضميرونه(مې، دې، يې او مو) په جمله کې تر خجن (فشاري) ټوک-چې غښتلى فشار لري- جوخت وروسته راځي:

-شاعر مې وليد.

په پاسنۍ بېلګه کې د جملې زورور فشار پر (شاعر) دى؛ ځکه (مې) تر شاعر جوخت وروسته راغلى دى. د ساده کلمې(شاعر) پرځاى چې په جمله کې ترکيب يا نوميزه فقره وي او فشار پرې راغلى وي، کمزوري ضميرونه په دې پسې راځي:

ليکوال او شاعر رابندر نات ټاګور مې وليد.

په دې جمله کې د (شاعر) ځاى (ليکوال او شاعر رابندر نات ټاګور) نيولى دى او کمزورى ضمير ورپسې راغلى دى.

مې، دې، يې او مو کمزوري ضميرونه غبرګ يا دوه هم راتلاى شي؛ خو درېواړه په يوه جمله کې نه وي. دوه چې راشي؛ نو په ترتيب سره لومړى د لومړي شخص، بيا د دويم او بيا د درېيم شخص کمزورى ضمير وي. مثلا لاندې په لومړۍ جمله کې د لومړي او دويم شخص دوه کمزوري ضميرونه، په دويمه کې د لومړي او درېيم وګړي او په درېيمه کې د دويم او درېيم وګړي کمزوري ضميرونه غبرګ راغلي دي چې اوډون(ترتيب) يې داسې دى:

-پلار مې دې وليد: ستا پلار مې وليد يا زما پلار دې وليد، دواړه ماناوې لري؛ خو په جوړښت کې يې توپير نه راځي.

-پلا