نوښت (خلاقیت) څه دی او څنګه نوښت وکړو؟

لیکنه :  اغاملوک سهار

نوښت نه یوازې د کار او ژوند ښایست دی بلکې د بریالتوب او چټک پرمختګ تر ټولو لوي عامل دی، د بریالیتوب یوازینې لار هم نوښت دی.

نوښت یو شعورې هڅه ده،نوښت نوي تقاضاوي رامنځته کوي او په ښه ډول یې ځواب وایې، هرڅوک نوښتګر کیدای سي، او هر څوک نسي کیدای، ځکه دا د فرد په هڅو، هوډ، او پلان پورې اړه لري.

د نړۍ ستر بدلونونونه د نوښت نتیجه ده، که نوښت نه وای هیڅ وخت به ټکنالوجي،انساني تمدن او اسانتیاوې دومره زیاتې نه وي.

نړۍ ورځ تر بلي په مخ روانه ده، د پرون مفکورې،د کار کولو لارې چارې او آلات د نن لپاره ځواب ویوونکي ندی. که کومه اداره ، شرکت او ټولنه د تیرې ورځي په فکر،تولید،رسم او کړنلاره باندي متکي وي، نه یوازې چې بې عیبه به نه وی، بلکې د پرمختګ مخه یې په لوی لاس ډب کړي.

که تاسو پنځه ورځي له بزنسمینو سره کینئ، نو شپږمه ورځ به تاسو د بزنس په اړه فکر کوي او ورو ورو بزنسمين به سي. که پنځه ورځي تاسو له نوښتګرو سره کینئ نو شپږمه ورځ به تاسو د نوښت په اړه فکر کوي ورو ورو به نوښتګر سي. که پنځه ورځي تاسو له سیاسونو سره کینئ نه شپږمه ورځ به تاسو په سیاست کې لګیا یاست،… نو د ناستي پاستي خلګ او محیطې شرایط مهم دی. که تاسو غواړي زر پرمختګ لپاره لمړی ګام واخلي، نو ملګري مو فیلټر کړي، هغه کسان له ځانه څخه لیری کړي چې په تاسو او نوښت باور نلری.

نوښتګرو ته ستونزې او ننګونې فرصتونه ده ځکه دوی د حل، فرصت او بزنس له عینکو ورته ګورې چې موثر حل ورته ومومي.

په افغانستان کې ۹۷٪ خلګ لوړې زده کړي ددی لپاره کوی چې یو کارکوونکې سي، ۳٪ خلګ یې بیا د کارآفرینی لپاره کوي. اوس په افغانستان کې ۶ میلیون خلګ بې کاره دي. دری میلیونه په نشيې توکو معتاد دی،اوسمهال دولت ټولټال ۷ لکه کسانو دندې پیداکړي، نو هیڅکله هم دولت شپږ میلیونو خلګو ته دندې نسي پیداکولای، خو نوښت دا کار کولای سي، ځکه نوښت د کارآفریني سرچینه ده.

سامسونک یو کس پیل کړ خو نن تر ۴۲۰۰۰۰ نه زياتو کسانو ته دندې رامنځته کړي، ستیو جابز او دوه ملګرو یې په ۴۰ ډالره په ګیراج کې د اپل بنسټ کیښود خو اوس یې شاوخوا څلور سوه زره کسانو ته دندې پیداکړي،زرګونو اختراعاتو له ډلې يې ۳۶۰ اختراعات یوازې د ستیو جابز په نوم ثبت دي، هغه کمپنۍ چې ګیراج نه پیل سوه اوس د ایفون او لسګونه نور داسې محصولات بازار ته وړاندي کوي چې درلودل یې د سلګونه میلیونو خلګو لوی ارمان دی. همداسې مایکروسافټ،ال جي،…. دا باور غلط دی چې د ټکنالوجې په پرمختک سره انسانان بې کاره کیږي. د موټرو په رامنځته کیدو خلکو دا باور درلود چې په زرګونه خلګ به بې کاره سي خو کله چې موټر بازار ته راغلو نو په لسګونه زره خلګ د موټرو په چلولو بوخت سول، او ددي تر نیمایې زیات په ورکشافونو کې د موټرو په ترمیم بوخت سول.

په نړۍ کې ډیری لوی لوی نوښتونونه هغه کسانو کړي چې یایې پوهنتون نه وو لوستي یا ترې ډراپ سوي وو، لکه سټیو جابز چې اپل کمپنۍ یې رامنځته کړه، بیل ګیتس مايکروسافټ يې رامنځته کړ، مارکزوکربرګ فېسبوک يې رامنځته کړ، ریچرډ براسون، انیشتاین، جک ما، آډیسون،… خو دوي غوښتل چې نوښت وکړي او انسانانو ته خدمت وکړي، دوی په سیمیزو مسایلو لکه قوم سمت، ژبه، مذهب او نژاد کې وخت ضایع نکړ، او نړۍ ته یې بل رنګ ورکړ،ځکه دوی عمګرا وو، په خبرو یې ژوند نه تیرول، دي کسانو کې ډیری د خپلو نوښتونو او هڅو په وسیله ډیر بډایه هم سو، ځکه دا یې حق هم وو لکه بیل ګیټس چې نژدې د دوو لسیزو لپاره د نړۍ بډایه کس پاته سو، نن چې د نړۍ ۹۰٪ کمپیوترانو کې د مایکروسافټ ویڼدوز دی،چې بیل ګیټس په هڅو جوړ سو کنه تر دی مخکې کمپیوتر زده کول او ورنه ګټه اخیستل دومره اسانه هم نه وو،…

نوي مفکورو له کومه کړو؟

په بډايه کارآفرینانو باندې د سوی یوې څیړنې لندیز:

۷۱٪ خلګو په یو ځای کې له کار کولو او لیدلو وروسته په الهام نوي مفکورې ذهن ته راغلي، ۲۰٪ په تصادفي ډول مفکورې پیدا کړي، ۳٪ خلګو له سیستماټیکو څیړنو وروسته نوی مفکورې رامنځته کړي، ۴٪ خلګو د نورو په کار او نوښتونو له بحث وروسته نوي مفکورې رامنځته کړي،د ۲٪ خلګو بیا په سفر او نورو سره د عاشقي په وخت کې نوي مفکورې رامنځته کړي.

یوه وړه کتابچه ځان سره ولرئ، هر چیرته چې مو نوي څه ولیدو ځان سره یې نوټ کړي. د شپي تر ویده کیدو مخکې لس دقیقی د نوي مفکورې ، نوښت او ژوند ښه کیدو په اړه فکر وکړي، وروسته ویده سئ، په خوب کې ستاسو د مغز لاشعور ورباندي کار کوي، سهار یا که د شپې له خوبه پورته سوي، هرڅه چې مو په ذهین کې وو په هغه وړه کتابچه کې یې نوټ کړي، وروسته ورباندې فکر وکړي.

ستونزې فرض کړي مثلاً که نوي کور یا موټر، یا نوي کار پیلوم… نو امکانات او حل به څنګه ورته پیداکوم، په حل ارزې کنه، که نه سي حل نو څه به وسي، او په حل کیدو یې زه څومره وده کوم،…

خپل کار، ستونزو او پرمختګ په اړه فکړ وکړي، وی لیکې، رسم یې کړئ،شفاهی یې وڅیړئ، مشوره واخلي،پریزنټیشن،رنګول، انمیشن یې جوړ کړي،…. یعنې خپل ځان له مختلفو اړخو وښایئ، ځکه انسان مختلف استعدادونه لري.

هغه کسان چې قوی تخیل لری، قوی نوښتګر دی، زما به نظر تخیل او نوښت لکه شخصیت او لیکوالی ورو ورو وده کوي، نو ښه ده خپل تخیل او نوښت ته د ودې لارې چارې ولټوو.

ډیر کتابونه ولولي، د میلیونرانو،میلیاردانو،مخترعینو ژوند لیکونه، نوي څیړنې ولولئ.

که بیا هم تاسو نوي مفکورې نسي پیداکولای، نو منفې فکر وکړئ چې څنګه یو څه تخریب کړی، څنګه د له منځه وړلو لپاره پلان جوړ کړي، وروسته مو خپل تخریبی او منفی فکر او حل سرچپه کړي، نو په یو حل بدل سي خو د یو څه باید یادونه کوم بې له خطر او ریسک څخه د بریالتوب غوښتل داسي ده لکه په خوب کې د بریالیتوب غوښتل دي.