پنجشنبه , 25 اپریل 2024

نوښت څه ډول خوځښت پیدا کوي؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نوښتګر ذهن د متمرکزو پوښتنو په مطرح کېدو سره فعالیت پیلوي. دغه پوښتنې چې څومره ډېرې او غوره وي، په هماغې کچه مو تفکر هم پیاوړی کيږي. د بااستعداده خلکو یوه ځانګړنه دا ده، کله چې پوښتنې کوي، پوښتنې یې ژورې او دقیقې وي. کله چې پر دې وتوانېدی چې له ځان څخه معقولې، دقیقې او ژورې پوښتنې وکړی، نو له بل چا څخه هم دغه ډول پوښتنې درته اسانه کيږي.

غواړی څه وکړی؟

دا یوه له هغو پوښتنو ده چې ډېر کله یې خلک په سوداګرۍ او ورځني ژوند کې مطرح کوي. ډېری خلک داسې دي چې له خپل وخت څخه سمه ګټه نه اخلي او بې ځایه یې تېروي.

لیکوال بنجامین ترګو وایي: «له وخت څخه تر ټولو بده ګټه اخیستنه دا ده چې تاسو یو کار په سم ډول ترسره کړی، په داسې حال کې چې د هغه کار لپاره هېڅ اړتیا نه وي. ډېری کسان پر سختو کارونو بوخت وي او په خپل کار کې له پوره زحمت څخه کار اخلي، خو یوه څه ته یې پام نه وي، کوم کار چې دوی ترسره کوي، ورته اړتیا نه وي او له موخو سره یې هم هېڅ تړاو نه لري.