چهارشنبه , 24 اپریل 2024

نوکان مو په غوښه کې ننوځي؟ لاندې نسخې و ازموی!

د پښو نوکان په غوښه کې ننوتل یو عامه خو خورا زیاته تکلیفوونکي ستونزه ده.

د نوکانو سم نه کټ کول، تنګ بوټان پر پښو کول، نوک پر څه شي لګېدلو څخه اکثر نوکان د پښو په غوښه کې ننوځي.

که بالفرض ستاسو نوکان هم په غوښه کې ننوتل نو له درده د ځان ژغورلو لپاره لاندې کورنۍ نسخې عملي کړئ.

مالګه

مالګه په تړمو اوبو کې ګډه کړئ او بیا مو په کې خپله پښه هره ورځ د ۱۵-۲۰ دقیقو لپاره کیږدئ، که مو نوک جراثیمي شوی نه وي نو نوک خپله پورته را خيژي او بیا یې ښه په طریقې سره پرې کړئ.

مالوچ

دوهمه ګټوره او اسانه لاره د مالوچ استعمال دی. مالوچ هغه ځای کې چېرې چې نوک په غوښه کې ننوځي دننه کېږدئ، دا نوک غوښه کې د ننوتلو پر ځای بهر وباسي او په پرې کولو کې درسره مرسته کوي. د دې په خاطر چې نوک مو جراثیمي نه شي، مالوچ هره ورځ د مڼې په سرکه کې لوند او بیا یې په کې کېږدئ. همدا راز هره ورځ دغه مالوچ بدل کړئ.

ویکس

لږ ویکس را واخلئ، نوک باندې یې ووهئ او بیا یې په څه باندې وتړئ. ویکس کې یو ډول مواد دي چې جراثیم له منځه وړي او هم نوک نرموي چې ورسره د نوک لوری هم بل طرف ته په اسانه اړولی شئ.

کورکمن

یوه کاشوغه کورکمن په لږو اوبو کې ګډ کړئ او کریم غوندې یې جوړ کړئ، وروسته یې په متأثره نوک او ګوته باندې ووهئ یا یې وتړئ او یا هم د څه مودې لپاره یې پریږدئ، که اړتیا وه یو ځل بیا همدا کار وکړئ، کورکمن مو هم د درد علاج کوي او هم د نوک په ویستلو کې درسره مرسته کوي.

که پورتنیو کورنیو نسخو اغېز درباندې ونه کړ نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ څو د عملیاتو له لارې مو نوک وباسي او هم مناسب درمل درکړي.

طبي معلومات