نيلي توت د ماشومانو حافظه قوي کوي

يوې برتانوۍ څېړنې ښودلې چې نيلي توت اعصاب قوي کوي او دماغي فعاليت پياوړی کوي، په ځانګړي ډول معرفي او تعليمي دماغي فعاليت.

څېړنه “ريډنګ پوهنتون” ادارې لخوا شوې او ماهرو استادانو په کې ګډون کړی چې برتانوۍ “ټیلېګراف” يې په اړه راپور ورکړی.

څېړونکو ځينو ماشومانو ته داسې دندې سپارلي چې ذهني او عقلي کوښښ غواړي، هغه ماشومانو چې نيلي توت شربت يې خوړلي، په امتحان کې له نورو هغو ډېر فعال او تېز ول.

څېړونکي وایي نسبتي توپير يې %۱۰ دی. د دوی پر وينا زموږ مخکينيو څېړنيو هم ښودلې وه چې نيلي توت حافظه پياوړې کوي، دماغي ضعف او الزايمر مرض له منځه وړي.

المجتمع نړۍواله عربي پاڼه