سه شنبه , 23 اپریل 2024

نړيوالې ادبي جايزې

لیکوال : ګل رحمن رحماني

د ادبیاتو غوړېدو، پرمختګ او لیکوالو د هڅولو لپاره په نړیواله کچه کوښښ شوې، څو يو شمېر داسې جایزې رامنځته ته کړي چې هم د لیکوال د ستاينې، هڅونې او مالي ملاتړ سبب شي او هم د نوموړي یو یا څو مشهورو اثارو ته بازارموندنه وشي او مینه وال پیدا کړي.

تردې دمه د ادبیاتو لپاره انتخاب شوو ادبي جایزو د ګټونکو اثارو پنځوونکو ته د ډاډ، حوصلې او ملاتړ ورکولو تر څنګ د ادبياتو بازار هم تود ساتلى او ددې لامل شوې چې شاعران او اثار يې په رسنيو او ادبي کړيو کې زيات مطرح شي او خپل مخاطبين د ګټونکي ليکوال د اثارو لوستلو ته لا زيات  وهڅوي.

له دې جایزو نه داسې ښکاري چې د غوره ليکوالو لپاره ټاکل شوې جايزې تر ډېره نغذي اړخ لري او ګټونکو ته مادي ګټه رسېږي، خو له بلې خوا د ګټونکو مالي امکانات له دې زاويې هم زياتېږي چې له دې جايزې سره يې د جايزه ګټونکي اثر لوستونکي زياتېږي، ګڼ کسان يې د پېرلو لپاره مراجعه کوي او نورو ژبو ته يې د ژباړې لړۍ پیلېږي.

ځکه چې د جایزو لپاره د غورو لیکوالو د اثارو د ارزونکې ډلې يا ژوري پلاوي مثبت نظر او تایید خپله د کتاب نړیوال بازار او نورو سترو او کوچنیو ژبو ته د ژباړې بهیر او لېوالیتا ته چټک والی ورکړی دی.

په دې ليکنه کې مې هڅه کړې چې ددې جایزو له ډلې يې ځينې مشهور په لنډ ډول در وپېژنم، خو پیل کې ددې خبرې ویل هم اړین دي چې له بده مرغه افغانستان او لیکوالو يې لا هم له دې جایزو نه څه نه دي ګټلي او د ګټلو هڅې يې هم نه حس کېږي.

نوبل ادبي جایزه

د نوبل ادبي جایزه په نړیواله کچه د ادبیاتو تر ټولو مهم او معتبره جایزه ده چې له ۱۸۹۵ کال راهیسې انګلیسي ژبو او یا هم په انګلیسي ژباړل شوو اثارو ته ورکول کېږي. دا جایزه د نوبل اکاډمۍ په پنځو جایزو(فزیک، کیمیا، سولې، طب او ادبیاتو) څخه یوه ده چې ګټونکي ته يې د کار په ترڅ کې د غوره هڅو له امله ور کېږي.

دغه معتبره جايزه د پياوړي سويډني عالم الفرډ برنهارډ نوبل(١٨٣٣-١٨٩٦) د وصيت له مخې رامنځته شوې ده او د هغه د نامه په وروستاړي(نوبل) ونومول شوه.

نوموړى نوښتګر، کيمياپوه، مهندسن او وسله جوړونکى و چې د لومړي ځل لپاره يې ډيناميټ اختراع کړ او د بوفورس په نامه د وسلو جوړولو کمپنى مالک و، خو د عمر په وروستيو کې يې پام شو چې بشريت ته يې تباه کوونکې ډالۍ وړاندې کړې ده، ځکه خو يې خپله ټوله شتمني د خيرښېګڼې چارو کې د نوبل جايزې مخکښانو ته وبښله.

ددې جایزې ګټونکی د سرو زرو یو مډال، یو افتخاري دیپلوم او یوه اندازه نغدې پیسې تر لاسه کوي چې اندازه يې د نوبل بنسټ د کلني عاید سره تړاو لري.

تېر کال(۲۰۱۷) ددې جایزې ګټونکی جاپاني الاصله برېتانوی لیکوال کازو ایشي ګورو و چې دا جایزه ورکړل شوه چې په دې حساب تر دې دمه ددې جایزې تر ټولو وروستی ګټونکی دی.

سروانټس ادبي جایزه

سروانټس ادبي جایزه د اسپانیا د کلتور وزارت له لوري د مشهور اسپانيايي لیکوال میګل دو سروانټس په یاد اسپانیايي ژبو لیکوالو ته ورکول کېږي او پیل يې له ۱۹۷۶ کال راهیسې شوی دی.

دا جایزه اسپانيایي ژبې ته د درناوي په موخه د اسپانیا د ژبو اکاډمي له لوري ورکول کېږي چې مالي اندازه يې ۱۲۵ زره یورو ده.

پولېټر ادبي جایزه

پولېټر جایزه بیا یوازې د ادبیاتو اړوند نه ده، بلکې د موسیقي او انلان خبریالۍ یا ورځپاڼه لیکنې په برخه کې هم ورکول کېږي او په ۱۹۱۷ کال کې په امریکا کې رامنځته شوې ده چې د کلمبیا پوهنتون له لوري په نیوریاک کې د جوزف پولېټرز په یاد ورکول کېږي.

دا جایزه ټولټال ۲۱ برخې لري چې په ۲۰ برخو کې هر غوره شوی کس ۱۰ زره ډالر تر لاسه کوي د ورځپاڼه لیکنې برخې ګټونکي ته یو د سرو زرو مډال ورکول کېږي.

پن فاکنر ادبي جايزه

پن فاکنر ادبي جايزه چې مالي اندازه يې ١٥ زره ډالر ده، د نوبل ګټونکي ليکوال ويليام فاکنر په نوم د هغه د بنسټ (فاکنر بنسټ) له لوري رامنځته شوې شوې ده.دا جايزه په امريکا کې د کال غوره ليکوال ته چې د امريکا تابعيت ولري ورکول کېږي.

په دې پروسه کې څلور هغه ليکوال چې نهايي پړاو ته رسېدلي وي، ٥٠٠٠ ډالري نغده جايزه تر لاسه کوي. دا جايزه د لومړي ځل لپاره په ١٩٨١ کال کې ورکړل شوه. پن فاکنر جايزه چې د پن د بنسټ د جايزو يوه برخه ده. په ٢٠١٢ کال کې جولي اتوسکا ته ورکړل شوه، دبورا ايزن برګ، شرمن الکسي، جوزف اونيل او کرېسټن سن هغه مشهور ليکوالان دي چې په تېرو کلونو کې يې دا جايزه ګټلې ده.

د “کاستا کتاب” جايزه

کاستا به انگلیستان کې له تر ټولو مشهورو او معتبرو ادبي جايزو څخه ګڼل کېږي او هغه ليکوالو ته ورکول کېږي چې په انګليستان و ايرلند کې زيات پېژندل شوي او مطرح شوې وي. دا جايزه په شپږو برخو کې لومړى رومان، دويم رومان، ژوند ليک، لنډې کيسې، شعر او د ماشومانو لپاره د غوره کتاب ليکوال ته ورکول کېږي.

د ګټونکي څخه هر يوه ته ٥٠٠٠ پونډه جايزه ورکول کېږي او ددې ټولو له منځه بيا يو کتاب د تر ټولو غوره اثر په توګه پېژندل کېږي چې ٣٠ زره پونډه د اصلي جايزې په توګه اخلي.

کاستا جايزه لومړى ځل په ١٩٧١ کال کې رامنځته شوه چې (وايټ برد) نومېده، خو وروسته په ٢٠٠٦ کال کې د (کاستا) کتاب په نوم واوښته.

“د ګارډين لومړی کتاب” جايزه

دا جايزه هم هر کال د انګليسي ژبې لومړيو اثارو او يا هم د نورو ژبو هغه تازه کارو ليکوالو ته ورکول کېږي چې اثر يې انګليسي ته ور ژباړل شوى وي. د جايزې موخه داده چې په ادبياتو کې د ټولو اړوندو ژانرونو نوي استعدادونه معرفي کړي.

دا جايزه د کتاب د يو شمېر لوستونکو او ليکوالو له خوا ارزول کېږي او د کارډين لومړۍ جايزې ګټونکي ته ١٠ زره ډالر ورکوي او تر څنګ يې په ګاردين ورځپاڼه کې د هغه د کتاب لپاره کمپاين کېږي.

د امريکا د کتاب ملي جايزه

د امريکا د کتاب ملي جايزه هر کال د نومبر مياشت کې  ځوانو ليکوالو ته په څلورو برخو کې چې داستاني ادبيات، نا داستاني ادبيات، شعر او ځوان ليکوال په کې شامل دي، ورکول کېږي. مادي ارزښت يې ١٠ زره ډالر او د برنزو يو نښان دى.

دا جايزه په ١٩٣٦ کال کې رامنځته شوې او موخه يې هم د مخاطبينو د زياتوالو لپاره د امريکا د غوره ادبي اثارو ستاينه او نمانځنه ده، څو له دې لارې په امريکا کې د غوره ليکنې ارزښت پياوړى کړي.

بوکرمن ادبي جایزه

بوکرمن جایزه هم د داستاني ادبیاتو اړوند ده او په ځانګړی لنډ نوم(بوکر) سره پېژندل کېږي. دا جایزه هر کال د انګلیسي ژبې تر ټولو غوره ناول ته چې د انګلیسي ژبو وګړو او یا هم د برېتانیا او ایرلنډ جمهوریت د ګاونډیانو له لوري لیکل شوی وی، ورکول کېږي.

دا جایزه په نړیواله کچه د کتاب پر ژباړه او د پلور کچې پر لوړېدو سخت اغېز لري او ګټونکی يې له مالي اړخه هم ۵۰ زره پونډه تر لاسه کوي.

دې جایزې ته له ۱۹۹۲ کال راهیسې روسي برخه هم ورکړل شوې ده.  په همدې ډول له ۲۰۰۵ کال نه وروسته نړیواله برخه کې ور زیاته شوې او په کابل کې یو ځل تر ټولو لیکوال ته چې کتاب يې په انګلیسي ژبه ژباړل شوی وی، ۶۰ زره پونډه نغدي جایزه ورکوي.

د اسیاسي بوکر جایرې له پیل سره هم یوازې د ختیځې اسیا هېوادونه په پام کې ونیول شول، خو له ۲۰۱۱کال نه وروسته قزاقستان، قرغیرستان، ترکیې، تاجکستان او ایران اثار هم چې انګلیسي ته ژباړل شوي وي، د جایزې لپاره ارزونې ته وړاندې کېږي. عربو هم د متحده عربي اماراتو په نوښت او د (بوکرمن) په ملاتړ سره د (عربي بوکر) جایزه منظوره کړې ده.

کنګور ادبي جايزه

دا جايزه په ١٨٩٦ کال کې د فرانسوي منتقد او ليکوال اډمونډ دو کنګور د وصيت له مخې رامنځته شوې ده او هر کال د فرانسوي داستانو ادبياتو داسې اثر ته ورکول کېږي چې په همغه کال کې خپور شوى وي او ليکوال يې په خپل ژوند کې يوازې يو ځل اخيستلى شي.

خو يوازې رومن ګاري هغه استثنايي ليکوال دى چې دا جايزه يې دوه ځله اخيستې ده، يو ځل په ١٩٥٦ کال کې د اسمان رېښو ناول او بل ځل هم په اميل اژار نامه سره په ١٩٧٥ کال کې د ځان پر وړاندې ژوند ناول له برکته اخيستې ده.

ددې جايزې اکاډمي د رومان تر څنګ په څلورو نورو برخو، لومړى ناول، لنډه کيسه، ژوند ليک او شعر په برخه کې هم ګټونکي معرفي کوي. سره ددې چې ددې جايزې نغدي برخه ناڅيزه ده، خو د ليکوال په شهرت او اثارو ته په بازار موندنه کې ستر رول لري.

فمينا ادبي جايزه

فمينا د نړيوالو ادبي جايزو څخه يوه مهمه جايزه ده، خو يوازې په فرانسوي ادبياتو په ځانګړي ډول داستان پورې اړه لري. دا جايزه په ۱۹۰۴ کال کې د يو شمېر فرانسوي ښځينه ليکوالو او دوو مجلو(فمينا او وي اورز) له خوا  رامنځته شوه.

ددې جايزې په رامنځته کولو کې د (ښکلي ژوند) مجلې ٢٢ ليکوالو ستره ونډه درلوده او وروسته يې يې فمينا بنسټ هم رامنځته کړ. د جايزې ژوري پلاوي ټولې غړې ښځې دي.

دا جايزه چې اوسمهال يې مادي ارزښت۵۰۰۰ فرانکه کېږي، هر کال هغه کتاب ته ورکول کېږي چې ښځې يا نر په فرانسوي ژبه ليکلی وي. ژانر يې داستان يا رومان وي او ګټونکی يې يو شخص دی.

سټريډ لينډګرن ادبي جايزه

دا جايزه هم د نړۍ له معتبرو ادبي جايزو څخه ده چې د ماشوم ادب يا د ماشوم لپاره غوره ليکل شوي کتاب ته ورکول کېږي. دا جايزه د ماشوم او تنکیو ځوانانو لپاره د غوره سويډني ليکوال سټريډ لينډګرن له مړينې وروسته دود شوه او ګټونکي يې معمولا داسې کسان دي چې ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته ليکنې کوي.  مالي ارزښت يې ٥٠٠٠ سويډني پيسې(کرون) کېږي.

اورنج ادبي جايزه

اورنج ادبي جايزه د ښځينه ليکوالو داستاني ادبياتو ته ځانګړې شوې او د انګليسي مطرحو ادبي جايزو څخه ده. دا جايزه د هر مليت ليکوالو ته ورکول کېږي، خو په دې شرط چې رومان يې په انګليسي ژبه ليکلى او په انګليستان کې يې خپور کړى وي. ددې جايزې چارې د اورنج کمپني سمبالوي او د جايزې نغدي برخه ٣٠ زره پونډه ده.

د هانس کرېسټین انډرسن ادبي جایزه

دا جایزه تقریبا د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره د ادبیاتو تر ټولو مهمه ادبي جایزه ده چې کله کله ورته

“کوچنی نوبل”هم ویل کېږي. دا جایزه په هرو دوو کلونو کې یو ځل د ځوان نسل لپاره کتاب نړیوال دفتر له لوري په دوو برخو کې چې لیکوال او انځورګران په کې شامل دي، ورکول کېږي.

ددې جایزې د نومونې وجه هم د ماشومانو لپاره د ډنمارکي افسانو د لیکوال هانس، کرېستین اندرسن له نوم سره تړلې ده او غوره شوي کسان خپله جایزه د ډنمارک له ملکې څخه تر لاسه کوي.

د ارزونې لپاره يې د لیکوالو او انځورګرانو یوه ځانګړې ډله مسوولیت لري چې لیکلي اثار او انځورونه چې د ماشومانو او نوو ځوانانو لپاره مهم پیغامونه لري، و ارزوي.

سارک ادبي جايزه

دا جايزه هم د سارک سازمان شاوخوا ١٤ غړو هېوادونو هغو ليکوالو او فرهنګيانو ته ورکول کېږي چې د کال په اوږدو کې يې په خپلو هېوادونو کې د فرهنګي ودې او ادبي فعاليتونو په برخه کې لاسته راوړنې درلودلې وي او کار يې موثر تمام شوى وي.

سره ددې چې دا جايزه ډېره مخينه نه لري او ممکن تر غړو هېوادونو او سازماني تګلارې  پورې يې محدوديت هم ادبي اهميت يو څه را کم کړي، خو د ستاينې وړ اقدام دى. روان کال(٢٠١٨) افغان ليکوال نجيب الله منلي ته ورکړل شوې ده.

دا وې ځینې لويې او کوچنۍ ادبي جایزې چې هم د دولتي او نادولتي معتبرو ارګانونو له لوري د ادبیاتو د غوړېدو او لیکوالو ته د حوصلې ورکولو په موخه هر کال ورکول کېږي، له شک پرته چې دغه کار په ټوله کې ادبیاتو ته خدمت دی، خو له نقد او نیوکو هم خالي نه دی.

پر دا ډول جایزو یوه تر ټولو ستره نیوکه هم ځانګړو توکمونو او هېوادونو پورې د جایزو انحصار او د ژوري پلاوو پر ارزونه نیوکې دي چې کله کله هېوادوني او ژبني او تړاوونه پالي او ګویا د اثارو اصلي ماهیت او محتوا له پامه باسي، ددې تر څنګ له ادبي جایزو د سیاسي نفوذ او موخو لپاره د ګټه اخیستنې موضوع تر نیوکو لاندې ده.

ممکن په ځینو نورو هېوادونو کې په محلي کچه دا ډول ځينې جایزې موجودي وي، خو له منظم تسلسل او بې پرې والي يې خلک په ځانګړي ډول لیکوال ډاډمن نه دی. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د “کتاب ښار” په نامه یوه نا دولتي بنسټ د ادبیاتو برخه کې د (زرین کړکى) په نوم ادبي جایزې هڅې پیل کړې دي.

پاى