نکریزې د زینت ترڅنګ د درملو کار هم ورکوي

د نکریزو پاڼې له ډېرې پخوا زمانې څخه خلک د یوې ګټورې ګیاه په توګه او د زینت لپاره کاروي، چې اوس د صنعتي پرمختګ سره په ګڼو درملو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

یو څه چې باید پرې پوه شي، ددغه ونې له پاڼو زیاته ګټه اخیستل کېږي. د یادولو ده چې دغه ونه د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې وده کوي، چې په زیاته پیمانه ترې په هند کې د زینت او درملو په توګه ګټه اخیستل کېږي.

نکریزې په موضوعي او خوراکي ډول د سنتي طب په کتابونو کې ځانګړی ځای لري، چې د ګڼو ناروغیو لکه د بډوډو د ډبرو له منځه وړولو او نورو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

پاڼې یې د باکتریا ضد، التهاب ضد، د تبې له منځه وړونکې، د لمر پر وړاندې د پوستکي ساتونکې او نور برخو لپاره ګټورې بلل کېږي. دغه راز ځینې نورې ځانګړنې هم لري.

د نکریزو پاڼې د خلکو په منځ کې د یوې تقویتي مادې په توګه پېژندل کېږي. پېړۍ پېړۍ کېږي، چې له دې ګیاه څخه کار اخیستل کېږي. هغه که د زینت لپاره وي او یا هم د درملو په توګه.

د پوستکي لپاره ګټورې دي

د نکریزو د بوټي پاڼې د عفونت ضد خاصیت لري. نکریزې مرسته کوی، چې د انسان پوستکی د میکروبونو پر وړاندې قوي کړي او دغه څه د دې لامل کېږي، چې میکروبونه مو په پوستکي کې په اسانۍ سره ځای ونه شي نیولی. د پوستکي میکروبونه د بېلابېلو لاملونو له کبله را پیداکېږي. خو نکریزې کولی شي ستاسو د پوستکي مقاومت لوړ کړي او له بېلا بېلو باکتریاو څخه یې وساتي.

د نکریزې پاڼه او یا ګل کولی شئ د جامو د ورستېدو مخه ونیسي. که په کور کې د کالییو انبار لري او د ورستېدو وېره یې در سره وي، نو د نکریزو د بوټي ګل او یا یوازې څو پاڼې یې د ساتلو ضمانت کولی شي. دغه راز که د نکریزو د پاڼو جوشانده په خوله کې د یو څو شېبو لپاره ونیسئ، د غاښونو له خرابېدو به مه مخنیوی کړی وي، چې په څنګ کې د غاښونو د سپینوالي لامل هم کېږي.

نکریزې د زینتي مادې په توګه په پخواني مـصر، شمالي او غربي افریقا، جنوبي اسیا ، عربستان، ایران ، هند او پاکستان کې کارېږي. چې په زیاته پیمانه ترې په هند کې د زینتي موادو او درملو په توګه ګټه اخیستل کېږي. د د نکریزو شپه چې معمولاً تر واده یوه شپه دمخه وي نجونې یې په ساز او سرود لمانځي او د زوم او ناوې په لاس او پښو د ښه شګون او نېکمرغۍ په نیت نکریزې پورې کوي. مانا دا چې نکریزې د دې شپې خوند او رنګ دوه برابره کوي.

افغانې نجونې په ځانګړې توګه په اخترونو، ودونو او دغه راز په نورو خوشالیو کې هم خپل لاس او پښې په نکریزو سره کوي او داسې انګیرې چې په نکریزو د لاس او پښو سره کول په سینګار سر بیره ثواب هم لري. ځینې ځوانان نکریزې د وېښتو د رنګ د ښه والي لپاره په ویښتو هم پورې کوي.

دا چې له ډېرې پخوا زمانې څخه مېرمنې نکریزې د لاسونو او پښو د ښایست لپاره کاروي، خو اوس اوس په طبعي ډول کمې، خو په مصنوعي ډول ډېرې زیاتې پیدا کېږي. یو څه ته مو باید پام وي، چې ډېری هغه نکریزې چې په مصنوعي ډول جوړېږي، په خپل ترکیب کې بېلا بېل کېمیاوي مواد لري، چې ډېری وخت د ګټې پر ځای د پوستکي لپاره زیان رسوي او ان د پوستکي د له منځه تلو او سرطان لامل هم کېږي، خو طبیعي نکریزې بیا له ټولو عیبونو خالي او ګټې یې ډېرې دي. خو د هغو په کارولو کې هم باید افراط ونه شي او په مناسبه توګه وکارول شي، هغه کې د زینت لپاره وي او یا هم د درملو په توګه.

لیکنه زرغونه محمدي