پنجشنبه , 28 مارچ 2024

نیم ساعت مسلسل پیاد تګ د سرطان ناروغۍ سره مبارزه کوي

د پلي تګ ګټې ډیرې دي؛ خو تازه څیړونکو ویلي، چې د ورځې کم تر کمه تر کمه ۳۰ دقیقي مسلسل ګرځیدل د سرطان د ناروغانو لپاره ډير ګټور دي.

د انګلستان د سروي په نوم یوه پوهنتون دا څیړنه ترسره کړې، چې پکې يې موندلې ده، چې ۳۰ دقیقي مسلسل پياده تګ د سرطان د ناروغانو د ژوند وضعیت ښه کولای شي.

څیړونکو د سرطان ۴۲ مریضان په دوو ګروپونو وویشل. یوې ډلې ته يې د ورځې د ۳۰ دقیقو مسلسل قدم وهلو سپارښتنه وکړه او ورته يې وویل، چې کم تر کمه اوونۍ کې درې ځلې دا کار وکړي.

بلې ډلې ته وویل، چې خپل عادي ژوند شروع کړي او څه يې چې مخکې کول، هغې ته دې دوام ورکړي.

له څیړنو وروسته ثابته شوه، هغوې چې د ورځې نیم ساعت يې مسلسل قدم وهلو، د سرطان تر نورو ناروغانو يې جسمي او رواني وضعیت ښه و.

د فزیکي تمرین او پیاده تګ ګڼې نورې روغتیايي ګټې هم شته، چې د هر انسان لپاره ضروري دي.

نو که وس مو رسیده، سره له نن نه پلی تګ شروع کړئ.