نیوکه

ژباړه او زیاتونه: منيب الرحمان رحماني

د نيوکې يا انتقاد په اړه په دې ليکنه کې غواړم دعصر سوره په یوې وړې برخې باندې درسره خپل فکر او نظر شريک کړم، ليکنه يو څه اوږده ده که څه هم ما رالنډه کړه خو که تر دې زياته لنډه شي جوهر یې له مينځه ځي.

د عصر سورې ته که دقيق وکتل شی د قرآن خلاصه ده حتي ويلي شو چې د اسلام خلاصه ده، په دې سوره کې هغه لارې بيان شوي چي څنګه مسلمانان ځانونه له هغې ډلې څخه وساتي چې په خسران (تاوان)کې دي.

عصرسوره ډیر د کاميابۍ لارې نه، بلکې هغه لارې ښکاره کوي چې که په هغه حرکت او عمل ونشي نو پای به يې مطلقه ناکامي وي.

د ښوونځي په لومړۍ ورځ چې ځينې ښوونکي ټولګي ته راشي نو يا خپل قوانين يا ځيني نصيحتونه او توصيې کوي، لکه د کاميابۍ لارې چارې، د دې درس نه د پوره نومرو اخيستلو؛ د مطالعې طريقه او داسې نور…

ځينې ښوونکي بيا لومړی هغه ټکي ته شروع کوي چی موږ به يي د دې لیکنې او عصر سوره په مرکز کې ولرو.

دا ښوونکي چې ټولګی ته دننه شي نو لومړی خپل واجب الاجرا قوانين وړاندې کوي، مثلا وايي که په ‌درس کې مو …کارونه وکړل يا ونه کړل نو مطلق ناکام ياست وروسته که هرڅه وکړئ په درد به ونه خوري.

عصر سوره کټ مټ د دوهم استاد غوندې ټکو ته اشاره کوي چې په هغه ټکو عمل ونشي نور هرڅه به بی فايدې وي، دلته د‌عصر سورې څلور حالته موجود دي.

۱- الاالذين امنو

 

۲- وعملوالصالحات

۳- وتواصوابالحق

۴- واتواصوبالصبر

موږ دلته درې ټکو ته تم کېږو خو لومړی د سورې يو متن او ژباړې ته نظر کوو.

وَالْعَصْرِۙ ﴿١﴾

اِنَّ الْاِنْسَانَ لَف۪ي خُسْرٍۙ ﴿٢﴾

اِلَّا الَّذ۪ينَ اٰمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ﴿٣﴾

دلته الله تعالی د هرانسان په يو ډول تاوان کې اخته کيدلو يا تاواني کيدلو باندې په وخت باندې قسم کوي، وروسته فرمايي يوازې هغه ډله استثنا ده چې ايمان يې راوړی دی، او نېک عملونه کوي، هغوی چې په حق امر يا توصيه او حق ته تشويق کوي، هغوی چې په صبر امر يا توصیه او يا تشويق کوونکي دي.

زموږ د دې ليکنې اصلي برخه  ِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ (هغوی چې په حق امر يا توصیه يا تشويق  کوونکي دي) او بيا همدا‌ برخه د ليکنې د عنوان سره تړو.

موږ په داسې ټولنه کې اوسېږو چې نسل يی په نيوکه کې لوی شوی، روزل شوی او نور یې نيوکه او انتقاد د فرهنګ يوه برخه ګرځېدلې ده، که په يوټيوب کې ويديو يافلم، فيسبوک کې کوم پوست ګورو نو لاندې خپل تنقيدي افکار ليکو، لږ مې خوښ شو، په ټوله کې همغږی یم خو په دې برخه کې مې فکر بدل دی، ډېر ښه نه دی او داسې نور…

معلم له‌ شاګرد نه، شاګرد له معلم نه، امام له مقتدي نه مقتدي له ‌امام نه، پلار له زوی نه زوی دله پلار نه، ريیس له کاريګر کاريګر له ريس نه، ميړه له ښځې ښځه له مېړه نه ټول د شکایت، نيوکې او انتقاد په موډ کې يو.

 

کله چې له خلکو سره يوځای شو او د حال احوال خبرې شي نو د خبرو شروع په الحمدالله او شکر او ماشاالله وي او ورپسې سل او زر شکايتونه او نيوکې به قطار کړو لکه ذهن مو چی شکايت او نيوکې ته پروګرام شوی وي، حتی ډېر وخت بحثونه او نيوکې د ملامتولو لپاره روان وي نه د ستونزې د حل کولو لپاره.

ډېر خلک بيا د دې بهانې ترشا پټېږي چې حقيقت وايي او يا خو اصلاحي نيوکه کوي راځئ دلته د آيت همغه وړې برخې ته پام وکړو چې مخکې مو اشاره ورته کړې وه.

ِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ دلته د تواصو کلمه د توصیه نه راځي چې د چا نه د څه غوښتنې لپاره يي کاروو،مثلا د ځانکدن په وخت کې چې څوک خپلې اخري ثانیې استعمالوي نو وصيت کوي چې ټول عزيزان ترې راتاو وي او کلک غوږ یې ورته نيولي وي چي څه وايي او هغه خبرې یې بيا ټول عمر په حافظه کې پاتې وي.

يا يو څوک چې سخت مريض او يا په داسې سفر تللي وي چې بيرته راتلل او نه راتلل يي معلوم نه وي نو وصيت ليکي، ښکاره ده چې وصيت خپلو نیږدې دوستانو، فاميل او هغه خلکو ته کېږي چي ګران وي او موږ ته ارزښت ولري او موږ مينه ورسره لرو.

اوس راځو دې ته چې الله وايي چې يو بل ته د حق توصيه کوئ خو موږ دې ټکي ته پام نه دی کړی چې توصیه خو هغه چاته کېږی چا مينه ورسره وي يعني توصيه مينه غواړي.

دا ښکاره ده چې سل په سلو کې يو د بل همنظر نشو کېدی خو پوښتنه دا ده چې آيا دې نيوکې ته موږ د مقابل شخص مينې هڅولي يو؟ آيا هغه راته مهم دی؟ آيا دا کار د هغه د هغې د واقعي ښېګڼې لپاره کوو؟

موږ کله د حدنه ډېر تنقيد کو کله بيا پټه خوله ناست يو او هيڅ نه وايو، شايد‌ د زيات تنقيد په وخت کې یی ترشاه د ملامتولو حوس، کينه، ریشخند يا بل څه وي او په ځان نشو حاکم کېدلی او نه تنقيد په وخت کې کېدی شي شرم، غيري منتظره ځواب اوريانور څه وي خو دا دواړه د حل لارې نه دي بلکه نيوکه بايد د مينې له امله وي، د نيوکې په وخت کې بايد ژبه، د غږ څرنګوالي، وخت، خپل احساسات…د مينې په واسطه کنترول او هدايت شي.

د لومړي برخې پای