پنجشنبه , 18 اپریل 2024

هرات کې درې ايرانيان له وسلو سره نيول شوي

د هرات امنيتي چارواکي وايي، درې ايرانيان يې له وسلو سره نيولي، چې غوښتل يې دغه ولايت کې ترهگريز عمليات وکړي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د ترهگرۍ ضد څانگې مسوول فضل الرحمن خادم رسنيو ته وويل، درې واړو نيول شوو ايرانيانو په لومړيو کې ځانونه افغانان معرفي کړي وه، خو له امنيتي څېړنو وروسته څرگنده شوه چې دوی ايرانيان دي او توپانچې هم ورسره وې.

د نيول شوو کسانو د څېړنو په اړه تراوسه څه نه دي ويل شوي، خو چارواکي وايي، چې دغو کسانو په گڼو وژنو او ترهگریزو پېښو کې لاس درلود.

د امنيتي چارواکو په وينا دغه درې واړه ايرانيان په غلا هرات ته راغلي و، دوی د تخنيکي څېړنو پر مټ موندلې، چې درې واړه نيول شوي کسان په گڼو وژنو او غلاوو کې ښکېل وه.

په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د هېواد لويديځ کې درې ايرانيان له وسلو سره د ترهگرۍ په تور نيول کېږي.

دغه درې ايرانيان په داسې حال کې نيول شوي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د رسنيو او کارپوهانو سربېره افغان حکومت هم تور لگوي، چې ايران له طالبانو سره مرستې کوي او غوښتنه يې کړې، چې ايران دې د ښه گاونډيتوب په موخه د طالبانو له مرستې لاس واخلي.