پنجشنبه , 28 مارچ 2024

هره ورځ افغانستان کې څه باندې پنځوس کسان وژل کېږي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، روسیې هېواد کې یوې امنیتي غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې، هره ورځ په افغانستان کې لږ تر لږه ٥٠ تنه په تاوتریخوالي کې ژوند له لاسه ورکوي.

د ملي امنیت سلاکار دفتر په خپل ټویټر د محب له خولې لیکلي، چې د تروریزم پر وړاندې مبارزه باید لا هم ددوې د کاري لومړیتوبونو په ډله کې وي ځکه افغانستان د تروریزم ضد جگړې په لومړۍ لیکه کې دی.

د یادونې وړ ده چې ملگري ملتونه هم هر کال د افغانستان په تاوتریخوالی کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې شمیرې خپروي، او اعلان یې کړی دی چې په تیر لمریز کال کې څه دپاسه ۳۰۰۰ ملکي وگړي وژل شوي دي.