هر څوک تر خپلې وسې فکر کوی! خو څنګه؟

له دې امله خپله موخه وټاکه، لوړو ته ختل، د سختیو په ګاللو سره ترلاسه کېږی، که هره ورځ دغه لور ته یو قدم ږدې، نو خامخا به خپله موخه ترلاسه کړې.

هو! که ناهیلی پکې منځ ته راغله، نو موخه به له لاسه ور کړې! انسان که د خلکو د عیبونو په لټه کې وی، نو یوازې بد به وینی، او د بدو کیسې به کوی، یو خو به یې له امله ژوند دومره تریخ شی، چې نړۍ به ورته زندان ښکاری او بل به له ژوند څخه ځان ته دوزخ جوړ کړی.

په دې لړ کې انسان یو داسې مبی او لارښود ته ضرورت لری، چې د هغه فطری ښېګڼو ته رشد او نمو ور کړی، زړه یې پراخه کړی او دا ور زده کړی، چې د ژوند تر ټولو غوره موخه دا ده، چې د نورو لپاره د خیر او ښېګنې سرچینه وګرځی، او له ځانه یو داسې شخصیت جوړ کړی، چې د خلکو لپاره د یوه ځلانده او ګټور لمر بڼه ولری، او زړه یې د بشریت لپاره د خیر غوښتنې، نېکو هیلو او شفقت څخه ډک وی، څوک چې ورنېږدی شی، نو ګټه ترې ترلاسه کوی.

همدا ډول انسانان، چې کله سختۍ او مشکلات ووینی، نو پر هغو د برلاسی کېدو له لارې خوند ورڅخه اخلی، او په خندا خندا یې مقابله کوی.

ددې برعکس تریو تندی انسان، چې کله مشکلات او سختۍ وګوری، نو ترې وېرېږی، او خپل همت بایلی، بیا نشی کولای د دغسې ستونزو پر وړاندې مثبت ځواب ووایې.

په داسې حال کې چې بیا داسې انسان کوم څیز ته بد رد وایې، هغه دده خپل مزاج او فکر دی، دده تربیت همداسې شوی وی، چې په ژوند کې بریاوې او کامیابۍ غواړی؛ خو قیمت یې نه ورکوی، هغه په هره لاره کې ناست یو زمری ګوری، او بې چاره دې ته انتظار باسی، چې له اسمانه سره زر وورېږی، یا ځمکه وچوی او خزانې ترې بهر راوغورځېږی، ځکه د ژوند ستونزې یو لازمی امر دی، چې خلاصی ترې نه شته.

د لنډ فکری انسان، په نېز هر کـار سخت وی او د یوه ستر انسان پر وړاندې هېڅ کار ستونزمن نه دی؛ له ستونزو سره مبارزه د سترو خلکو عظمت لا پسې زیاتوی او لنډ فکری او بې همته انسانان د ستونزو په مقابل کې د تېښتې لارې لټوی.

ستونزې د داړونکې سپی په څېر دی، کله چې ترې وډار شې او منډې کړې، نو غپېږی او منډې درپسې وهی، او که څه اهمیت دې ورنه کړ او کورې دې کړ، نو لاره به درته پرېږدی او پښې به سپکې کړی.

یو بل څیز هم شته، چې د انسان لپاره تر هغه بل وژونکی زهر نشته او هغه دا دی، چې انسان پر خپل ځان باوری نه وی، ځان ورته بېخی عاجز او کمزوری ښکاری، دا ډول انسان هېڅکله نشې کولای کوم غټ کار ترسره کړی، او نه له دا ډول انسان څخه د خیر کومه تمه کېدلی شی، دغه ډول احساس، انسان پر ځان دومره بې باوره کوی، چې کله د کوم کار اراده وکړی، نو د خپل صلاحیت په اړه په یوه نړۍ شکونو کې پرېوځی، چې دا کار به وکولای شم او که نه چې په دې سره لا بې همته کېږی.

دا ډول خلک نشی کولای چې بری ترلاسه کړی، پر ځان باور درلودل یو ستر فضیلت دی، په ژوندانه کې پر خپل نفس اعتماد د بری تر ټولو ستره نښه ده.

ښایی یوه بله خبره هم په پام کې ونیسو، چې پر ځان باور او نفسی غرور ترمنځ غټ توپیر دی! مغرور انسان په خپل نیمګړی فکر او تکبر باور کوی، او پر ځان باوری انسان د خپل مسوولیت پر مټ په خپل صلاحیت، وړتیا او ځواک تکیه کوی.

ایلیا ابو ماضی په خپل یوه نظم کې دغه مضمون په ډېره ښه توګه بیان کړی دی:

” هغه وویل: اسمان اندېښمن او تریو دی.

ما وویل: اسمان دې تریو وی؛ خو ته پر خپلو شونډو موسکا راوله.

هغه وویل: هلکتوب او ځوانی تېره شوه .

ما وویل: سمه ده؛ خو بیا هم خوښ اوسه ځکه چې په خفګان او افسوس تېر وخت نه راستنېږی.

هغه وویل: ما مینه وکړه او خپل هر څه مې هغې ته ورکړل؛ خو هغې پر خپلو ژمنو وفا ونه کړه، او زړه یې راته مات کړ، نو اوس څنګه کولای شم چې وخاندم، د هغې بېوفایۍ خو زما له ژونده دوزخ جوړ کړی.

ما وویل: ته باید خوښ اوسې چې ایله ځان دې ترې خلاص کړ، که واده دې ورسره کړی وای، نو ټول عمر به دې ژړلی وای.

هغه وویل: تجارت یوه سخته وېروونکې پهلوانی ده، او د هغه تږی لاروی په څېر دی چې نېږدې ده له تندې مړ شی، او یا د هغې پیغلې په څېر چې د وینې په سل مرض اخته وی، که وینه ورته ونه رسېږی، نو د مرګ لومې ته به ورښکته شی.

ما وویل: بیا هم د خوښۍ له لارې کولای شې، چې تاوانی تجارت دې پر ګټور تجارت بدل کړې، مجرم بل څوک دی او له وېرې ته مرې!؟

هغه وویل: دښمنانو محاصره کړی یم، چغې او نارې یې اورم، د هغوی کلابندی به مې کله خوښۍ ته پرېږدی.

ما وویل: ته تر هغوی ستر او غوره یې، ځکه خو هغوی درپسې دی.

هغه وویل: وخت خپلې نښې را په ډاګه کړی، او په وینو ککړې جامې یې رامخې ته کړی، او پر ما د انډیوالانو پورونه پاتې دی، چې ورکول یې فرض دی؛ خو زه په لاس کې هېڅ نه لرم.

ما وویل: پر دې باید خوښ اوسې، چې ژوندی یې او مړو کې حساب نه یې.

هغه وویل: زمانې اړ ویستم، چې خامه مېوه راټوله کړم.

ما وویل: بیا هم خوشحاله شه، چې ستا په خوښۍ یو بل څوک هم خوشحاله کېږی، د یوه درهم په ورکېدو خفګان کول ګټور دی او که د زړه خوښې ورکیدل ډېر تاوانی؟ له دې امله موسک شه، په تورتمونو کې ستوری خاندی، ځکه خو ستوری زموږ خوښېږی.

هغه وویل: په دې نړۍ کې خوښۍ انسان ته څنګه نېکمرغۍ بښلای شې؟

ما وویل: تر کومه چې ستا او د مرګ ترمنځ د یوې لوېشتې هومره واټن وی، خوښ اوسه، ځکه لا تر اوسه د خوښۍ وخت لرې.

رښتیا هم موږ موسکا، ورین تندی، پراخې سینې، نرم خوی او عواطفو ته ضرورت لرو.

رسول الله صلی علیه وسلم ویلی:

” الله تعالی ماته وحې کړې چې عاجزی اختیار کړئ، یو پر بل ځانونه لوړ مه ګڼئ، او یو پر بل ملنډې مه وهې. “

ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک(