پنجشنبه , 28 مارچ 2024

هغه اته شيان چې بريالي خلک ېې په خپلو کورونوکې لري

ژباړه: ساحل منګل

برياليتوب په کاميابۍ سره نه خلاصه کيږي بلکې د هغو عادتونو، هدفونو او تصميمونو څخه عبارت دی چې په ټول ژوند کې جريان مومي.

ټول بريالي کسان تر ډيره بريده يو شان خصوصيات لري، هغوی هغه وسايل په خپلو کورونو کې لري، چې د هغوی د تمرکز د زيات والي، له کورنۍ او خپلوانو سره د اړيکو د پراختيا او د هغوی د پرمخګ لامل کيږي. مونږ هغه څو بېلګې دلته ذکر کړې چې بريالي کسان ېې په خپلو کورونو کې لري.

۱ سپورتي وسايل

يو له هغو شيانو څخه چې بريالي کسان ېې په خپلو کورونو کې لري، هغه وسايل دي چې هغوی ورزش کولو ته هڅوي. مونږ تاسو ته دا سپارښتنه نه کوو، چې تاسو دې قيمت بيه وسايل ولرئ، دغه وسايل کېدای شي، چې توپ او يا نور وي. شايد د لوبو ميدان له تاسو څخه لرې وي او شايد تاسو د ورتګ حوصله ونه لرئ خو لوازمو به شتون کې نوره هېڅ بهانې د ورزش کولو لپاره نه لرئ.

۲ الهام بښونکي کتابونه

حتی زيات بريالي کسان هم ځينې وخت يوې انګيزې ته اړتيالري. په دې وخت کې کتاب له بل هر څه څخه ښه ثابت کيدای شي. هغه کتابونه چې د خلکو د برياليتوب رازونه، د ماتې دلايل، تجربې او هغه څه چې تاسو ته د ژوند لارې چارې در ښيي تاسو ته انګيزه درکوي او د خپلو هدفونو د تعقيبولو پر لور مو بيايي.

۳ د کار کولو لپاره آرام چاپېريال

بريالي کسان مجبور دي چې ځينې وخت په کور کې هم کار وکړي. مګر د هغوی په کور کې د کار ځای آرامه وي. هغه ځای چې د حواسو د بدلون لپاره هيڅ لامل وجود ونه لري او په ښه شان سره کولای شي په خپلو کارونو باندې تمرکز وکړي.

دا طريقې يو لړ ګټې لري، چې د هغې څخه ېې مهمې د کار کولو چټک والی دی . ددې پر ځای چې ۴ ساعته تلويزون ته کښينو او خپلو راتلونکو کارونو ته چرت ووهو، نو دخپل کار په خونه کې کښينو چې ټول کارونه د ۱ يا ۲ ساعته وخت په تېرېدو سره تر سره کړو.

۴ د خپلو هدفونو د ياداښت کتابچه

د خلکو په ژوند کې ۳ ډوله هدفونه وجود لري: د لوړې مودې هدفونه لکه کلونه وخت نيسي. متوسط هدفونه لکه مياشتې په بر کې نيسي او واړه هدفونه لکه د څو اونيو پروژې چې په اسانۍ سره ترسره کيږي. بريالي کسان ددې وړتيا لري، چې ټول دغه ډول هدفونه په ښه شان سره برنامه ريزي کړي چې ددې کارونو د ترسره کولو لپاره لازمه ده چې يوه د ياداښت کتابچه له ځان سره ولري. د ياداښت له کتابچې څخه چې هرچېرې د وړلو قابليت هم لري ګټه واخلئ.

۵ دکار لپاره مناسب مېز او څوکۍ

تاسو به د سم کينستلو په اړه مقالې لوستې وي مګر هغه په خپل ژوند کې نه کاروئ. کله چې په ساعتونو ساعتونو د مېز شاته کينئ او په کار کې له حده زيات مصروف شئ، نو د کار لپاره د سم کينستلو طريقه مو له ياده وځي مګر دا زده کړئ چې له سالم بدن څخه سالم ذهن رامنځ ته کيږي، خلاق او فعاله کيږي. نو ددې لپاره چې په سم ډول مو کار ترسره کړی وي او بدن مو سالم پاتې شي د سم مېز او څوکۍ څخه ګټه واخلئ.

۶ د خپلو هدفونو ترسيم

زه په خپل کور کې يو تخته لرم او وخت په وخت د خپلو هدفونو لاس ته راوړڼې په دې تخته باندې رسموم. د خپلو هدفونو رسمول له تاسو سره مرسته کوي تر څو په هغې باندې تمرکز او تسلط ولرئ.

۷ له سالمو خوراکي موادو څخه ډک يخچال

سالم غدايي رژيم په ژوند کې د هر کس له اړتياو څخه دی او بريالي خلک دغه څه ډير ښه درک کوی. د سالمو غذايي موادو کارونه د سالم ذهن ضمانت کوي. نو د خپل بدن د روغتيا لپاره له ډول ډول او بېلابېلو خوراکي توکو څخه کار واخلئ.

۸ د ډوډۍ خوړلو ميز له تلويزون څخه لرې جوړوي

بريالي خلک په دې باندې قادر دي، چې د خپل ژوند او کار تر منځ تعاد وساتي. هغوی د ډوډۍ خوړلو مېز له تلوېزيون څخه لرې برابروي تر څو وکولای شي خپل خواړه په تمرکز او ارامه سره وخوري .

د فلم ليدل يا په کمپيوټر باندې لوبه کول ستاسې د مغز د استراحت لپاره ډېره ګټه نه لري. ددې پر ځای د سرګرمي په لټه کې شئ . نقاشي کول، ساز غږول اودې ته ورته هغه څه دي چې ستاسې مغز ته ګټه رسوي.