پنجشنبه , 25 اپریل 2024

هغه جملې چې باید هر وخت یې خپلو ماشومانو ته ووایئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

معمولاً زموږ دې ته پام نه کېږي، هغه جملې چې ترې ګټه اخلو کولای شي، د ماشومانو په وجود کې ثبت شي او د هغوی د شخصیت پر ودې او له نړۍ سره، چې کومه اړیکه ټینګوي ژور اغېز ولري. موږ فکر کوو، د یوه ماشوم له پاره تر ټولو مهم څیز هغه دی، چې خوشاله وي. ماشومانو ته مو دا جملې ووایئ او ډاډه اوسئ، چې پر هغوی باندې فوق العاده ښه اغېز لري او البته تر ټولو مهم دا چې تل ورته ووایئ، چې ورسره مینه لرئ.

۱ ـــ زه په تا باندې باور لرم.

۲ ـــ ته ځواکمن یې دوام ورکړه.

۳ ـــ ورځ دې څنګه وه؟

۴ ـــ زه تل ستا ترڅنګ یم.

۵ ـــ زه درباندې ویاړم.

۶ ـــ هر څه ښه پرمخ روان دي.

۷ ـــ مننه چې له ماسره مرسته کوې.

۸ ـــ څه کار کوې؟

۹ ـــ درسره مینه لرم.