هغه خواړه چې در سره مرسته کوی چې ښه خوب وکړی

د هغو شیانو لیستدر سره شیریک کږم  چې روغتیا پالان یې د شپې له خوا د خوراک سپارښتنه کوي او وايي چېدا خواړه د ښه خوب لپاره ډیر ګټور دي.

ماهي کب

که د شپې له خوا په کمه اندازه کب وخوړل شي په ښه خوب کې درسره مرسته کوي. ځکه کب ویټامین B6 لري.

سپینې وریژې

د امریکا د کلینکي غذا په ژورنال کې یوه خپره شوې څیړنه وايي، هغه کسان چې د شپې له خوا له سبو سره سپینې وریژې خورې، تر نور زر پرې خوب راځي او ښه ویده کیدلی شي.

د الوبالو جوس

یوه وړه څیړنه ښيي چې د الوبالو جوس چې په زیاته اندازه میلاتونین ( د خوب هورمون ) لري په ښه خوب کولو کې مرسته کوي

مستې اوشیدې

که څه هم غوړ لبنیات لکه پنیر او کوچ د شپې له خوا معده او خوب دواړه ناارامه کوي خو مستې او شیدې له تاسو سره د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي

غلې دانې

د وربشو، جوارو غنمو او نورو غله جاتو څخه جوړ شوي خواړه لکه وچه ډوډۍ او نور پراخ مګنیزم لري او که تاسو لږ مګنیزم لرونکې خواړه خورئ نو ویده کیدل مو ستونزمن دي.

کاهو او نور شنه پاڼي

لبنیات د کلسیمو له پلوه مشهور دی. خو د کاهو ، شنې دڼیا او نورو شنه پاڼو سبو چې د سلاد په توګه خوړل کیږي کلسیم هم له لبنیاتو کم نه دي

کیلې

کیله د ډیرو پوتاشیمو د لرلو له کبله شهرت لري. همدارنګه کیله د ویټامین (B6 ) غوره سرچینه هم ده . دا ویټامین د میلاتونین( melatonin) چې یو خوب راوړونکی هورمون دی

نخود

له نخودو موخه دال نخود او شورنخود دواړه دي. نخود هم که دشپې له خوا وخوړل شي د ښه خوب سره مرسته کوي

چارمغز ( غوذان(

چارمغز داسې مواد لري چې ستاسو په وجود کې خوب راوړونکي هورومونونه زیاتولی شي همدارنګه هغه هورمونونه چې د ورځې او شپې په وړاندې د وجود عکس العمل او داخلي ساعت تنظیموي د چارمغزو له خوړو سره پیاوړي کیږي