طب ثابته کړې ده چې د لید کمزورۍ او د عمر زیاتېدو تر منځ اړیکه شتون لري، چې د عمر په زیاتېدو سره په طبیعي ډول لید کمزوری کیږي، خو له روغتیا ډک ژوند کولای شي ستاسې کمزوری لید تیز کړي او د سترګو دید ستونزو څخه مو خلاص کړي.
په همدې اساس ځانګړې څیړنې ښایي چې ځینې غذايي خواړه لکه زنک «کوټ یا جس» یو ډول کیمیاوي ماده ده، مس، ویټامین C او E، او د بیټا کروټین مادې کولای شي ستاسې کمزوری لید چې د عمر ډیروالي له امله شوی وي ۲۵ سلنه تیز کړي.
په امریکا کې د سترګو څیړنیز مرکز هغه خواړه چې د سترګو لید په تیزوالي کې مرسته کوي وړاندې کړي په لاندې ډول دي:
ماهي
ماهي په عام ډول غوړ اسیدونو لري، چې په طبي اصطلاح (omega-3) ورته ویل کیږي، دا په اکثره ماهیانو کې موندل کیږي.
ځینو څیړنو ښودلې چې د ماهي غوړ یا اومیګا ۳ اسیدونه کولای شي د سترګو اوبو وچوالي اندازه کمه کړي، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د کمپیوټر، لیپټاپ یا مبایل شیشې ته زیات وخت ګوري.
وچه مېوه:
د څیړنو پر اساس وچه مېوه هم د غوړ اسیدونو «اومیګا ۳» او ویټامین E په پراخه کچه لري، چې کولای شي د عمر پورې اړوند د سترګو لید کمزورۍ مخه ونیسي، هغه وچې میوې چې سترګو ته ګټه لري، اغوز، کاجو، ممپلي او داسې نورې دي.
تخمونه، دانې یا بوټي
هغه تخمونه یا دانې چې ویټامین E او اومیګا ۳ اسیدونه لري، د وربشې تخم، د پمبې تخم او د ویټیلریا Vitellaria «Salvia» (دغه تخم په سویلي امریکا کې ډير کرل کیږي، چې د پخولو ترڅنګ د درمل په توګه هم استعمالیږي) تخم دی، دا د سترګو په روغتیا کې ګټور ثابتیږي.
ګل لرونکې تروې مېوې
هغه تروې مېوې چې له پخېدو مخکې ګل کیږي، لکه مالټه، انګور او لیمو، چې د ویټامین C لویه سرچینه ده، او د اکسایډ ضد هم دي، د سترګو کمزوري لید په ښه کولو کې مرسته کوي.
پاڼه لرونکې سبزي
پاڼه لرونکي شنه سبزي کې داسې مادې شتون لري چې د سترګو دید په تیزولو کې مرسته کوي، همدا ډول پاڼه لرونکي سبزي له ویټامین C او E نه ډکه وي، او دغه ویټامینونه د سترګو لید تیزولو کې په عمومي ډول مرسته کوي.
خوږ آلو
خوږ آلو لکه څنګه چې ویټامین E لري او د اکسایډ ضد دي، همدا ډول یې د بیټا کروټین ماده د سترګو لید ښه کولو کې هم مرسته کوي.
غوښه
غوښه په لویه کچه «کوټ، جست/زنک zinc» لري، چې د سترګو په روغتیا کې اوږدمهاله مرسته کوي، او څیړنې زیاتوي چې زنک د عمر تېریدو سره د سترګو خرابوالي مخنیوي کې مرسته کوي، ځکه چې سترګې په خپل ځان کې هم زنک ماده لري. همدا ډول د چرګانو غوښه هم زنک ماده لري خو کچه یې کمه ده.
هګۍ
هګۍ هم په لوړه کچه ویټامینونه لري، د سترګو لپاره په کې ځانګړی E ویټامین او زنک ZINC مادې کچه شتون لري، له همدې لامله د سترګو لید کمولو مخنیوی کوي.
اوبه
د زیاتو اوبو څکل یو شمېر روغتیایي ګټې لري، چې یوه یې د سترګو وچوالی ختمول دي، د سترګو اوبه وچېدل ډیر لاملونه لري، چې له کبله یې د سترګو لید خرابیږي.. د پورتنیو خوړو ترڅنګ یې اوبه هم غوره درمل دي.
د سترګو ژغورلو لپاره څو غوره مشورې:
د لمر چشمې په سترګو کول، ځکه چې لمر که مستقیم ډول په سترګو لګیږي د سترګو لینز ته زیان رسوي.
سیګریټ څکول هم د سترګو خرابوالي لامل کیږي، د سترګو خرابولي مخنیوي لپاره باید سګریټ نشه پریښودل شي.
په منظم ډول د سترګو معاینه کول.
سترګې له میکروبه ساتل، باید په سترګو کې د لاس یا ګوتو وهلو نه وړاندې لاسونه پریمنځل شي.
د کمپیوټر استعمالولو پر وخت احتیاط کول، د کمپیوټر استعمال پر وخت باید هر شل دقیقې وروسته د شلو ثانیو لپاره سترګې لرې ونیول شي، یا د شلو ثانیو لپاره سترګې کلکې بندې کړل شي.
د شکر ناروغ لپاره په کار دي چې د شکر کچې خیال وساتي، ځکه چې دا د ړندیدلو لامل هم کیږي.
یادونه: دغه خواړه هغه د سترګو لید د کمزوری مخنیوی کوي، چې د عمر په زیاتېدو سره کم شوی وي، که د سترګو لید مو کومه بله ستونزه لري ددې خوړو ترڅنګ له ډاکټر سره هم مشوره وکړئ!
سرچینه: عربي ۲۱