هغه فلم چې اميتاب بچن يې په نه جوړېدو اوس هم خپه دى

د باليووډ فلمونو ليجينډ اداکار اميتاب بچن يو فلم چې جوړ نه شو، هغه يې په اړه اوس هم افسوس کوي او خپه دى.

په فلمي نړۍ کې ډېرې داسې پېښې کېږي، چې د ځينو فلمونو ثبت پيل شي، خو د بوديجې د کمښت له امله د ځنډ ښکار شي او ډېر فلمونه بيا هېڅ کله جوړ هم نه شي، چې د ډېرى اداکارانو سره به داسې شوي وي.

خو تازه د بالي ووډ فلمونو مخکښ او نوميالي اداکار اميتاب بچن د همداسې يوې تجربې په اړه خلکو ته معلومات ورکړي دي او د فلم په نه جوړېدو يې افسوس کړى دى.

د عکسونو او ويډيو خپرونکي اپليکېشن انسټاګرام کې اميتاب بچن په خپله ځوانۍ کې د يو فلم عکس خپور کړى دى، چې هغه مهال پکې نوموړي د کار کاوه.

همدا راز نوموړي له دې عکس سره ليکلي دي، چې د دې فلم د جوړېدو لپاره هر څه تيار شوي و، خو دا فلم بشپړ نه شو. هغه همدا راز په خپل پېغام کې دا هم ليکلي دي، چې د دې فلم په نه جوړېدو هغه اوس هم افسوس کوي.

اميتاب بچن چې د خپلې ځوانۍ دا کوم عکس په انسټاګرام کې خپور کړى دى، تراوسه پورې له ٤٥٣ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى او په زرګونو کسانو پرې کمنټونه هم کړي دي.

له دې عکس څخه ښکاره کېږي، چې دا د ١٩٨٠ کلونو شاوخوا عکس دى او هغه مهال د يو داسې فلم عکس دى چې هېڅ کله هم جوړ نه شو.

د يادولو وړ ده چې اميتاب بچن اوسمهال د (کون بنيګا کروړپتي) ١٢م پړاو خپرونې په ثبت کې بوخت دى، د دې تر څنګ له اميتاب بچن او عاليه بټ سره په ګډه په (براهمسترا) فلم کې هم کار کوي او له هغه وروسته به د اجى دېوګن سره په (مى ډى) فلم کې هم کار وکړي.

کاپي….