هغه ماشوم چې نوی ورور یا خور یې پیدا شوې وي، څه باید ورسره وشي؟

ژباړه: اصف مشال

په کورنۍ کې چې لومړنی ماشوم وزېږي، د ټولې کورنۍ روحیه او فضا ورسره بدلېږي. نوی ماشوم د کورنۍ د ناز ګل او د زړه سر وي، هر څه چې وغواړي، په اسانۍ ورته رسېږي او هر کار چې یې زړه شي کوي يې.

لومړنی ماشوم د کورنۍ پاچا وي، مګر دغه پاچاهي یې یوه ورځ ختمېږي او دا هغه ورځ وي چې بل ورور یا خور یې وزېږي. اوس خبره دا ده چې مور او پلار باید په دې وخت کې څه وکړي؟ چې لومړنی اولاد یې د یوازېتوب او احساس ونه کړي او له نوي ماشوم سره یې بخل پيدا نه شي..

د کوچني پاچا پوهول:

لومړی ګام؛ مور و پلار باید د امیندوارۍ په وخت کې خپل ماشوم دې ته چمتو کړي چې کور ته یې یو نوی څوک راروان دی. له دویم زېږون مخکې باید لومړني ماشوم ته بشپړ توضیحات ورکړل شي، د امیندواري نهه میاشتنۍ موده د مور لپاره زبردست فرست دی چې مور د خپل ماشوم دهن جوړ کړي.

مور و پلار دې ماشوم ته ووایي چې غواړي د ده لپاره یو وړوکی ورور یا خور پيدا کړي، چې سات ورسره تېر کړي، لوبې ورسره وکړي او پارک ته ورسره ولاړ شي.

په غیر مستقیم ډول دې ډاډ ورکړي چې نوی ورور یا خور یې د ده ځای نه غصبوي، بلکې داواړه به سره ملګري وي او لوبې به کوي.

دویم ګام؛ نوی ماشوم چې وزېږي، مور و پلار دې د لومړي ماشوم د ژوند په ټولو اړخونو کې ډېر تغیرات نه راولي. مثلا د خوب په کوټه کې د ځای بدلون، د هغه په شخصي وسایلو کې بدلون او…

په بله مرحله کې دې ماشوم پوه شي چې نوی ورور یا خور یې لومړی ډېره وړوکې او کمزورې وي، نه شي کولای چې پخپله خوراک وکړي، خپل کارونه خلاص کړي او خبرې وکړي.

ماشوم ته دې وویل شي چې له نوي ماشوم سره پام کوه، که هره مرسته ورسره کوې، لومړی اجازه واخله بیا یې وکړه. دا هم ورته ووایاست چې موږ ستا مرستې ته اړتیا لرو، ستا په مرسته به نوی ماشوم ښه وپالو، ستا غوندې به لوی شی او لوبې به درسره کوي.

په چلند کې ډېر بدلون ښه نه دی:

که د دویم ماشوم په زېږېدو سره، د لومړي ماشوم د ژوند په چارو کې لاسوهنه وکړو، پر ځان یې باور کمېږي. که امکان وي د خوب کوټه یې باید بدله نه شي، د لوبو شیان یې نوي ماشوم ته مه ورکوئ، خو که د ده خوښه وه، بیا پروا نه لري. د تفریح او ساتېري د مهال بدلون ته یې مه مجبوروئ، لنډه دا چې د نوي ماشوم په راتګ سره دې له لومړي ماشوم سره چلند د پخوا په څېر وي، چې د کمترۍ احساس ونه کړي.

له زېږونه وروسته د لومړي ماشوم غبرګون:

طبیعي ده چې د نوي ماشوم په راتلو سره لومړی ماشوم ځنې غبرګونه ښيي، غوسه، ډېر نازونه او ځان ته د نورو پام اړول یې شاید ډېر شي. په دې وخت کې یو غوره کار دا دی چې مور و پلار دې د کورنۍ د نورو غړو ذهن هم دې ته چمتو کړي، چې د نوي ماشوم په لیدو دې لومړي ماشوم ته لا ډېره پاملرنه وکړي. لومړی دې پاچا ته مبارکي ووایي، بیا دې نوي ماشوم ته ورشي. په دې ډول به د پاچا په حساسیت کې ډېر کموالی راشي. ٍ