هغه میوې او سبزیانې چې په ذهني وړتیا پیاوړلو کې مرسته کوي

د بریالي شخص جوړیدو لپاره دا اړینه ده چې غوره ذهني روغتیا ولرل شي، ددې لپاره زمونږ ورځني خواړه زمونږ ذهني روغتیا په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه پیاوړې کوي، خو دلته ځینې هغه ځانګړې میوې او سبزيانې چې د ذهني وړتیا پیاوړې کوو تاسې ته ښایو.

خواړه په عام ډول ذهني روغتیا ته وده ورکوي، خو هغه خواړه (میوې او سبزیانې) چې اوومه خوړل کیږي، په ځانګړي ډول ذهني روغتیا ته وده ورکوي چې انسان په فکر کولو او پریکړه کولو کې مخکښ وي.

د آج نیوز راپور سره سم د یوې څیړنې له مخې هغه خلک چې اوومه خواړه خوري، د نورو په پرتله په کې د ژور خفګان یا ذهني ناروغي کمه موندل کیږي.

څیړونکو ددې لپاره پر ۴۰۰ کسانو چې عمرونه یې له ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۴ کلنۍ پورې وو ازموینه ترسره کړه، په دغه ازموینه کې دوی ته اوومه خواړه، مېوه او سبزي ورکړل شول.

په پایله کې وموندل شول هر هغه کسان چې میوې او سبزیانې یې خوړلي د نورو په پرتله یې دماغي وړتیا لوړه وه.

له پایلو وروسته څیړونکو د هغه سبزیانو او مېوو لیست تیار کړی کومې چې په دماغي وړتیا غوره کولو کې ګټه کوي، لیست په لاندې ډول دی:

ګازرې: د ګازرو په واسطه کولای شئ خپل د شکر اندازه مو برابر وساتئ، چې په وسیله یې ذهني وړتیا لوړیږي.

کیلې: ذهني وړتیا لپاره وینه کې لږ تر لږه ۲۵ ګرامه ګلوکوز اړین دی، چې د کیلې په واسطه یې پوره کول شونې دي.

تازه توتان: فشار ذهن د عمر په تېریدلو سره کمزورې کوي، په توتانو کې داسې مواد شتون لري چې د ذهني فشار په کمولو کې مرسته کوي.

همدا ډول په دغه لیست کې، مڼې – شنه سبزي – چکوتره (یو ډول تروشه مېوه ده) – شنه سابه (پالک) – تروشه میوه – (انګور او داسې نور) – بادرنګ – ګوپي او رومیان ذکر شوې دي، چې هره یوه یې بیلابېلې ګټې لري او ذهني وړتیا ته وده ورکوي.

په پورتنۍ څیړنه کې ویل شوي چې مېوه او سبزیانې بدن او ذهن ته اضافي تغذیه

ورکوي، چې په مرسته یې ذهني روغتیا او مزاج کې ښه والی راځي.

لیکنه : کاپي ……..ن