هغه نهه غلطیانې چې د خوړو پرمهال په ناپامۍ کې کیږي او روغتیا مو زیانمنوي

خواړه د انسان د ژوند هغه برخه ده چې پرته له دې ژوند کول ناشونې دي، خو ځینې مهال د خوړو په جریان کې داسې غلطیانې تکراریږي چې له کبله یې دغه چلند د انسان روغتیا ته زیان رسوي.

دغه غلطیانې ځینې مهال د معدې ستونزې رامنځته کوي، ځینې مهال د هاضمې سیستم کې خلل پيدا کوي او ځینې مهال انسان په دوامداره ناروغیو اخته کوي، د سکای نیوز عربي ورځپاڼې هغه نهه غلطیانې چې د خوړو پرمهال/وړاندې یا وروسته ترسره کیږي وړاندې کړي چې په لاندې ډول دي:

سباناری نه کول

پوهان تائیدوي چې سباناری د ورځې تر ټولو اړین خواړه دي، کوښښ وکړئ سباناری هیڅکله پرینږدئ او باید په سباناري کې مو ۵۰ سلنه سبزیجات، کاربوهایدریت او پروټین لرونکي خواړه شامل وي.

ناوخته خوراک کول

ټول څیړونکي په یوه خوله دي چې د شپې ناوخته خوراک کول د روغتیا لپاره هلاکونکي ثابتیږي، دوی وایي چې د شپې خوړو مناسب وخت ۶ بجی دی، خو که یو ساعت وروسته شي هم پروا نه کوي، خو د شپې په ۹ یا ۱۰ بجې خوراک کول چاغوالی او د معدې ستونزې رامنځته کوي.

په چټکۍ خوراک کول

پوهان وایي چې په چټکۍ سره خوراک مه کوئ! ځکه چې د خوراک پرمهال باید هرې برخې ته د کار کولو حق ورکړل شي، په چټکۍ سره خوراک کول مو د هاضمې سیستم زیانمنوي.

خپل شاوخوا مو خواړه مه ږدئ

ډاکټران خبرداری ورکوي چې په خپله خونه او یا د ناستي ځای کې هغه خواړه چې دوامداره خوړل کیږي، په خاصه توګه خواږه او غوړ خواړه چې په ورځو کې دننه مو بدن ته سخت زیان رسوي.

تازه میوو جوس څښل

د میوې استعمال غوره لار ددې خوړل دي، که له میوې څخه جوس جوړ شي نو له دې څخه د میوې ډیر غذایي مواد له منځه ځي.

د خوراک په منځ کې اوبه څښل

پوهان وایي چې له خوړو وړاندې اوبه څښل روغتیا ته ګټه رسوي، خو د خوړو پرمهال اوبه څښل د هاضمې انزایمونه (هغه ماده چې په کیمیاوي او نباتي موادو کې بدلون ګړندی کوي) کموي، چې له کبله یې خواړه په سمه توګه نه هضمیږي.

د کاسې پاکولو په بهانه اضافي خوراک کول

دا به دهیچا لپاره مناسبه نه بریښي چې د خوراک کولو نه وروسته په درستخوان یا کاسه کې لږ څه پریږدي، او له دې څخه په نبوي سنتو کې منع هم راغلې ده، خو په دې بهانه چې په درستخوان لږ خواړه پاتي نشي له مړښت نه وروسته هم اضافه خوراک کوئ بدن ته مو زیان رسوي، د همدې لامله پوهان وایي چې باید په درستخوان دومره خواړه کيښودل شي څومره چې ورته اړتیا وي.

د مړښت له پاسه خوراک کول

کله چې په خیټه ماړه یاست نو د پاسه پرې له نور خوراک کولو ډډه وکړئ، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د یوه ملګري یا خپلوانو کره میلمانه یاست، ځکه چې د میلمستیا پرمهال د کم خوراک کولو امکان کم وي او په جماعي ډول د انسان اشتها له بل هر وخت ښه جوړه وي، نو باید له ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شي.

د وزن کمولو له کبله خوراک نه کول

د وزن کمولو له کبله خپله ځان له خوراک څخه مه محروموئ، په ځانګړي ډول د ورځې له درې وخته خوړو نه، د وخت په تېریدو سره دغه چلند برعکس ثابتیږي، د همدې لامله ډاکټران په ورځ کې د درې وخته خو مناسب خوراک کولو وړاندیز کوي.

نن.اسیا