سه شنبه , 23 اپریل 2024

هغه څه چې باید ډاکتر ته يې په اړه درواغ و نه وايو

زیات شمېر خلک ډاکتر ته د خپل روغتيايي حالت په بیانولو کې یا بې باکي کوي  او یا يې له شرمه ویلای نه شي، خو څېړنې وايي چې ناورغ باید له ډاکتر سره د خپلې روغتیا په اړه هر وړوکی او ساده مالومات شريک کړي، ځکه د یوه کس روغتیايي تاريخ، ډاکتر سره د ناروغۍ په تشخیص او علاج کې خورا زیاته مرسته کوي.

د د «اف پي آر» روسۍ وېبپاڼې په یوه څېړنه کې ځېنې هغه ساده امور په ګوته کړي، چې زیات شمېر ناورغان يې ډاکتر ته په ویلو کې بې پروايي کوي.

څېړنه کې راغلي چې زیات شمېر ناروغان  ډاکترانو ته د خپل اصلي عمر په اړه درواغ وايي، خو دوی په دې نه پوهېږي چې سهي عمر د دوی د ناروغۍ تشخیص او درمل کې کومک کوي.

سېګرټ او یا د نورو نشه‎يي توکو عادت د ډېرو ناروغیو لامل کېدای شي، د دې عادت په اړه ډاکتر ته رېښتني مالومات ورکول د ناروغۍ د تشخیص او علاج کې خورا زیاته مرسته کوي.

څېړنه کې په ټینګار سره ویل شوي چې ناروغ باید پر وخت باندې د دوا خوړولو په اړه ډاکتر ته رېښتیا ووايي، که پر وخت باندې خوراک ترې هېر شوی وي او یا يې په غلطۍ سره يې له اندازې زیاته خوړلې وي، ډاکتر ته دې په زغرده ووايي، څو هغه د دوا د نه اغېزې او یا بدې اغېزې اصلي لامل مالوم کړي.

ډېر خلک ګومان کوي چې نفسیاتي او رواني حالت د انسان شخصي مساله ده او پر بدن کومه اغېزه نه کوي، خو د ډاکترانو په اند بیا خبره سرچپه ده؛ د انسان رواني او نفسیاتي حالت د هغه په جسد باندې زیات اثر لري، هر هغه کس چې رواني او یا نفسیاتي مشکلات لري، باید له هر ډاکتر سره يې په اړه مالومات شريک کړي، ځکه ښايي  د هغې ناروغۍ چې دی يې په اړه ډاکتر ته تللی لامل همدا تکلیف وي.

همداراز زیات شمېر ناروغان  وروسته له دې چې پر ځان خپله ښه خواري کړې د وزن کموالي له پاره ډاکتر ته مراجعه کوي خو ډاکتر ته د خپل خوراک څښاک او د وزن د کمولو هڅو په اړه دوراغ وايي، چې دا په حقیقت کې دا مانا لري، چې دوی نه غواړي خپل وزن کم کړي، بس هسې خپل او د ډاکتر وخت ضایع کوي.

زیاتره مېرمنې د اولاد د ضایع کېدلو خبر له ډاکترانو پټ ساتي، خو دوی دې په یاد ولري چې دا دوی د نورو اولادونو په زېږولو کې خورا مهم رول لري، له دې امله ډاکترانو ته يې باید په اړه درواغ و نه ویل شي.

په اخري ځل ډاکتر ته د مراجعې او د ځېنو خاصو ناروغیو او معاینو په اړه چې ډاکتر يې پوښتنه کوي، باید سهي مالومات ورکړل شي، څو ډاکتر ته د هغو طبي معاینو د کولو او نه کولو په اړه مالومات وشي جې باید په منظم ډول ترسره شي.

لیکوال:بریال سهار