سه شنبه , 23 اپریل 2024

هغوی چې په ځنډ واده کوي خوښ دي

ژباړه: رفيع الله آرمان

هغوی چې په ځنډ واده کوي خوښ دي

کله چې د واده عهد تړئ ترڅو ديوبل په څنګ کې واوسئ، د يوبل په غم اوخوښيو کې شريک وئ … دا کلمې هغه دوه کسان چې غواړي کورنۍ تشکيل کړي بايد درک کړي چې مينه يوازې احساساتوپورې منحسره نه ده بلکې يو با ارزښته اومهم تصميم دی

ټول انسانان دمينې په لټه کې دي په تاسف سره چې ډيری اړيکې ښې پايلې نه لري اوعلت يې هم دا دی چې کليشه شوي فشارونه اوعاجلانه ټولنيزې پريکړې دي. زړه ماتي کسان واده کوي ددې لپاره چې کورنۍ تشکيل کړي له خپلو احساساتو او يوازيتوب څخه ويره لري. په دې څو کرښو کې به له تاسو سره مرسته وکړو ترڅو خپله ځان وسنجوئ چې آيا ديوې تلپاتې اړيکې دټينګولو لپاره چمتو ياست يا نه

يوعاقل اوبالغ کس هيڅکله له ودې اوپرمختګ نه لاس نه په سر کيږي، اومينه چې يوازينۍ اثر لري دادی چې هغه لاپياوړی کوي، دا ډول خلک دخپل پرمختګ له مشاهدې څخه ويره نه لري اوحاضردي چې خپل عيبونه ومني، هغوی کولی شي چې خپل کارونه په ښه درايت او راټولو حواسو باندې پرمخ يو سي. دوه تنه چې له يوبل سره مينه لري هميشه غواړي چې ديوې ښې اړيکې لپاره ځان ښه عيار کړي

که ستاسومقابل لوری له تاسو نه وغواړي لکه څنګه چی دی همغسې يې ومنۍ اوبدعادتونه يې قبول کړئ دغه اړيکه به مو ونه غزيږي اوډيرژر به له يوبل نه لرې شئ.

مينه، يعنې وړاندې له وړاندې له هرڅه تيريدل

يوخود خوا سړی په دې لټه کې نه دی چې خپلې ميرمنې ته يوه انګيزه ورکړي اوترمنځ يې شته خلاوې ډکې کړي. ولې په يوه ريښتينې عاشقانه اړيکه کې ټول برعکس دي. دواړه خواوې کوښښ کوي چې هرڅه يې له يوبل سره شريک واوسي، نابالغه کسان يوازې دا هڅه کوي چې دمقابل لوري دتوجه وړ وګرځي خو خپله دمينې لپاره هيڅ تپ تلاش نه کوي. امريکايي ارواپوه اوليکوال مورګان پک په خپل (جاده کم ګزر) خالي جاده کتاب کې دغه دردونکی اعتياد د مينې ضد نوعه معرفي کوي.

که هغه ميرمن چې هرڅه يې هميشه غوښتي اوپه لاس يې راوړي هم دي،که يې تاسو کوم وخت دستونزې سره دمخامخ کيدو په حال کې يوازې پريښودئ اصلاُ تعجب ونه کړئ.

دمينې له جنبې څخه يوه يې اراده ده

کله چې له يو بل سره دواده تړون کوئ چې هميشه به په غم خوښۍ کې ديوبل په څنګ کې وئ… دا کلمې يعنې دوه کسان چې غواړي کورنۍ تشکيل کړي بايد درک کړي چې مينه يوازې په احساساتو پورې تړلې نه ده بلکې يو باارزښته اومهم تصميم دی. يوه بالغه رابطه ګډ هدفونه لري.

ديوې مشترکې اړيکې جوړونکي دمشترکو موخو پالونکي دي، له دوه زړه توب اوتشويش پرته اراده، له يوبل سره اوسيدل، تمرکز اوتوجيه ګانې يو بل ته حتا د ډار او وسوسو په صورت کې منځ ته راځي

که له هر اختلاف او بحث وروسته خپلې بسترې وتړئ اويا مو دپخوانۍ مينې او واده په فکر کې ډوب شئ …

نو په دې اړه هم بايد فکر وکړئ چې ستاسو واقيعي اړيکه به څومره دوام وکړي.

مينه، تمرين غواړي

دميرمنې دځانګړنواوعادتونو په اړه صبر، هغې ته توجه اوپالنه … دا ټول کيدای شي چې ستړي کونکي پريوزي اوزياته انرژي او هڅو ته اړتيا ولري خو دا يوه اساسي او معقوله اړيکه ده. که غواړئ چې خپله مينه غښتلې کړئ بايد سخت کارونه ترسره کړئ، که ستړيا او زحمتونه پسې اوږده شي يوه ورځ به مو اړيکه زيانمنه اوله منځه ولاړه شي.

 

مينه، يعنې مسوليت منل

مسوليت منل يوه ځانګړنه ده چې لويان له موشومانو نه بيلوي، او کولی شئ چې همدغه معيار ته له واده سره هم ارتباط ورکړئ. دا ډيره ښه ده چې يوڅوک ولرئ اوپه هغه تکيه وکړئ ، داسې نه ده؟ بلې، واده جدي وعدې له ځان سره لري او همغه څه دي چې ستاسو اړيکه لاپياوړې کوي، که يو څوک ووايي چې واده مې په مسوليتونو کې کوم تغير نه دی را وستلی په دې معنی ده چې هغوی لاهم د اوږده وخت لپاره اړيکې جوړولوته تيارنه دي.

مينه، يعنې د يو بل فرديت ته احترام

يوبالغ کس خپلې موخې مشخصوي او دخپل شخصيت جوړولو لار پيدا کوي نو په همدې علت چمتو دی چې دمقابل لوري فردي شخصت ته احترام وکړي. دا ډول اړيکه او رابطه له هر ډول فشار او اوخشونت څخه پاکه ده. دواړه لوري يوبل ته آزادي ورکوي او تل هڅه کوي چې ېوې هوکړې اوجوړجاړي ته ورسيږي . هغوی چې يوازې دځان په خوشالولو پسې سرګردانه دي دبل چا خبرو اوريدو، دهغه دمنلو اودرک اوقوه نه لري.

مينه ستاسو دنااميدۍ او کړاو مخه نه نيسي

ناهيلي، زړه سوړوالی او ناراحتي په ژوند کې يوه طبيعي پديده ده اوحتی هغه څوک چې له موږ سره مينه کوي هم نشي کولی چې تل له موږ نه حفاظت اوڅارنه وکړي. موږ بايد له سختيو سره دمخامخ کيدو زړورتيا ولروهيڅوک ملامت اوتحديد نه کړو.

نو په دې صورت کې به يوه تل پاتې او اوخوځنده اړيکه ولرو. اروا پوهان په دې عقيده دي چې که موږ دغه اوه اصله درک کړل او باور مو پرې ودرلود په واقيعت سره کولی شو چې يوه ښه دوستانه اړيکه جوړه کړو، دوی توصيه کوي که مو احساس کړه چې موږ خپله يا مقابل لوری مو لا هم دغه جنبې ته چمتو نه دی ښه به دا وي چې واده وځنډوو. دا چې خپل وخت دخپلو هيلو، لوبواو خپلې فردي ودې ته ځانګړی کوو له دې نه بهتره ده چې د يوې نا استوارې او دردناکې اړيکې او عاطفي ماتې لپاره يې په مصرف رسوو