هلمند :دکابل بانګ ته څیرمه ځانمرګي برید کې ۲۹ کسه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي

د افغانستان په سویل ولایت هلمند کې یوه خصوصي بانک ته څېرمه ځانمرګی برید شوی چې امله یې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د هلمند د بست روغتون مشر مولاداد تابیدار وایي “تر اوسه ایمرجنسي روغتون ته ۲۹ مړي او ۶۰ ټپیان راوړل شوي.”

د نوموړي په خبره په وژل شوو او ټپیانو کې پوځي او ملکي وګړي شته دي. په ټپیانو کې یوه ښځه هم ده.

دغه پېښه “نوي کابل بانک” ته څېرمه رامنځ ته شوې.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند وايي برید د ولسي وګړو په منځ کې شوی.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک رسنیوته وویل بریدګر چاودېدونکي توکې په موټر کې ځای پرځای کړي وو او د بانک په لومړنۍ پوسته کې یې چاودنه کړې.

ویل کېږي دغه برید هغه مهال رامنځ ته شو چې کڼ شمېر کسان د خپلو تنخواو اخیستلو لپاره دغه بانک ته تللي وو.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

دیادولو وړ  ده چې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د کابل بانک پر څانګو ورته خونړي ځانمرګي بریدونه شوي.