چاودنه له هملند ولسي جرګې ته د نوماند او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د استازې عبدالجبار قهرمان په ټاکنیز دفتر کې شوې، چې نوموړی پکې وژل شوی دی.
د هلمند د والي ویاند وایي، چاودیدونکي توکي، د عبدالجبار قهرمان په کوچ کې ځای پر ځای شوي و.
عمرځواک زیاتوي، په برید کې قهرمان وژل شوی او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسؤلیت تراوسه د چا په غاړه نه دی اخیستی.