د هلمند په مرکز لښکرګاه کې موټر بم انتحاري حملې ۵ تنه وژلي او له ۲۵ زیاتیې ټپیان کړي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنېو ته وویل چې دغه موټر بم انتحاري حمله نن چهارشنبه ۱۱ بجې د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ قرول ته نېږدې پر ملي اردو شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په وژل شویو کې درې ښځې او ۲ پولیس دي او د ټپیانو زیاته برخهیې هم ملکي وګړي دي.
تر دا مهاله د دې حملې مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې په لښکرګاه ښار کې د نوي کابل بانک څانګې مخ ته انتحاري حمله کې د چارواکو د معلوماتو پر اساس څه باندې ۳۰ تنه وژل شوي وو.