پنجشنبه , 28 مارچ 2024

هلمند کې ۱۳ وسله وال وژل شوي دي

د هلمند له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ۱۳ وسله وال نن څه کم دوه بجې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د چانجنير په سیمه کې د نړيوالو ځواکونو د يوه هوائي بريد په ترڅ کې وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې وسله والو په سیمه کې د بريد پلان درلود، چې د نړيوالو ځواکونو تر بريد لاندي راغلل او ووژل شول.

بلخوا نن د هلمند د کرشک ولسوالۍ د سربند په سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو پر هاوې موټر د سړک غاړي بمي چاودنه شوې، چې له امله يې د ملي اردو څلور سرتيري وژل شوي دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.