پنجشنبه , 25 اپریل 2024

همپالنې ټیم: په امنیتي ځواکونود قلفونوماتولو تورپورې  کړی

د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې تور پورې کړی، چې امنیتي کسانو د بایو مټریک الو مرکز مهر لاک شوی قلف مات کړی او په زور ور ننوتي دي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د دفتر مشر علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ کابل کې په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې دا کار د ارګ او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په امر شوی او زیاته کړې یې ده دغه قضیه دې جدي وڅېړل شي.

د کورنیو چارو وزارت بیا د ثبات او همپالنې ډلې دا تورونه بې اساسه بللي دي. د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، امنیتي ځواکونه د ټاکنو په کمېسیون کې د حساسو توکو ځای ته نژدې حضور نه لري.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې د څارونکو مشر داود سلطانزوی هم د ثبات او همپالنې ټیم ادعاوې ردوي او د کارونو ځنډولو لپاره یې دسیسه بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا د بایومټریک الو د معلوماتو د راټولولو د مرکز د دروازې د قلف د ماتېدو په تړاو ویلي چې د دغې قضیې د څېړلو لپاره یې پلاوی ټاکلی او له څېړنو وروسته به یې پایلې له خلکو سره شریکې کړي.