هندوستان د یو ورځینو سیالیو کې لومړی مقام تر لاسه کړ

د هند و شوکولې، چې پنځه وېشت کاله وروسته جنوبې افریقا کرکټ لوبډلې ته په خپله کور کې د یو ورځنیو سیالیو په لړې کې، ماتې ورکړي، چې دي سره نه یوازې په یو ورځنیو سیالیو کې وروسته تر پنځه ویشت کلونو یې سیریز وګټه بلکې د یو ورځنیو کې یې د جدول په سر کې ځای پیدا او د افریقا پرځای یې لومړې مقام ته ځان ورسوه

په جنوبې افریقا کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تیرې یومیاشت رپدیخوا د  سیالیو لړی روانې وی چې د ټیسټ لوبو د لړی وروسته یې  شپږ یو ورځنیې سیالۍ تر سره کړه، چې هندې لوبډلې پکې جنوبې افریقا کرکټ لوبډلې ته پنځه  د یو په وړاندې ماتې ورکړه

د یادو سیالیو په وروستې لوبه کې هندوستان جنوبې افریقا ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه

په وروستې سیالۍ کې لومړۍ توپ وهنه د جنوبې افریقا لوبډلې تر سره کړه،چې ۴۷ اورنو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره هندې لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه

د هندوستان له خوا ایس.ایڼ ټهاکور ۴، بومرا اوچهال ۲ ـ ۲ او پانډیا او کلدیپ د جنوبي افریقا ۱ ـ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

هند کرکټ لوبډلې ورکړل شوي هدف په ډیرې آسانې سره تر لاسه کړهند وشو کولې چې په ۳۳ اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره یاد هدف پوره او سیالۍ په خپل نوم کړي

په دغه سیالۍ کې ویراټ کوهلي سیلیزه ترسره کړه چې په یادو سیالیو کې یې دریمه سیالیزه وه

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ د جنوبې افریقا لوبډلې په ګټله پای ته رسیدلې و

ودان مینه وال