د ایران ولسمشر حسن روحاني چې د دري ورځني سفر لپاره نوي ډیلي ته تللی و د هند له ولسمشر او صدراعظم سره ولیدل.
له نریندار مودي سره په لیدنه کې ولسمشر روحاني او هندي چارواکو له ترهګرۍ، افراطیت او د نشه يي توکو د قاچاقو پر ضد د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا موافقه وکړه.
روحاني وایې چې له هندي چارواکو سره یې موافقه کړې چې “افغانستان باید خوښ او امن هېواد ووسي.”
دارنګه د هند لومړي وزیر وویل: “دوی به په افغانستان کې د سولې، ثبات، سوکالۍ او د ټولو خلکو په شمول د یو سیسټم د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.”
صدراعظم مودي زیاته کړه چې دواړه هېوادونه د انرژۍ او امنیت د تقویې او د چهابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ آسیا ته د رسیدو لپاره به د سیمې په کچه خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
روحاني په داسې یو وخت کې هند ته سفر کړی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نړیوالو قدرتونو سره د تهران د اټومي پروګرام له موافقې څخه د واشنګټن د په شا کېدو خبرداری ورکړی دی.
جمشید ملکزی