پنجشنبه , 25 اپریل 2024

هند د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر باندې هوایې بریدونه کړي

د هند د پوځ مشر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د وسله والو اورپکو پر درېیو مرکزونو یې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې هوايي برید کړی دی. دده په خبره په دې برید کې یې لس پاکستاني عسکر او وسله وال وژلې دي.

هند ادعا کوي چې په دې مرکزونو کې وسله وال روزل کېدل او دوی د هند پر وړاندې په روانو ورانکاره فعالیتونو کې برخه اخیسته.

تر دې وړاندې پاکستان ویلي وو، چې د هندي ځواکونو په برید کې پنځه ملکي پاکستانیان وژل شوي دي. خو هند وايي چې هوایي برید یې کړی او په سیمه کې یې د پاکستاني عسکرو او نورو وسله والو درې مرکزونه بمبار کړي دي.